په سينيټ كښې په 9مئي په دفاعي تنصيبات او نجي املاك بريدونه٬ د اړي ګړي د پېښو غندنې قرارداد منظور

image

اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) په سينيټ كښې په 9مئي په دفاعي تنصيبات او نجي املاك بريدونه٬ د اړي ګړي د پېښو غندنې قرارداد منظوري وركړې۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال د قانون او انصاف وزير مملكت شهادت اعوان او سينيټرې كهده بابر لخوا جلا جلا قراردادونه وړاندې كېدو سره وئېلي شوي چې دا ايوان د لاهور جناح هاؤس او قامي هيروز يادګارونو٬ نجي ودانو٬ پوځي تنصيبات او پیښور راډيو پاكستان د بريدونو غندنه كوي او د تشدد په كاروائيو د غم غصې څرګندونه كولو سره ايوان غوښتنه كوي چې په دې پېښو تورونو٬ منصوبه جوړونكو٬ سهولت كارو او لمسونكي قانون سره مخ كړی شي۔ په قراداد كښې خوږ هېواد د ټولو كورنو او بهرنو خطرو څخه بچ كولو كښې وسله والو ځواكونو ته پېرزوينه وړاندې كړی شوې۔ په قرارداد كښې د شهيدانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره ايوان د دې عزم څرګندونه كړې چې د خوږ هېواد لپاره به د هغوي خذمات تل ياد ساتلې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں