د خارجه وزير جليل عباس جيلاني په برسلز كښې د پاكستان بيلجيئم پارليماني فرينډشپ ګروپ چيئرپرسن ٬ د اروپائي پارليمان غړو سره ملاقاتونه

image

برسلز۔29 نومبر(اے پی پی) خارجه وزير جليل عباس جېلاني په برسلز كښې د پاكستان بېلجيئم پارليماني فرېنډشپ ګروپ چيئرپرسن سېنېتر ايليسيا كليس او د اروپائي پارليمان غړو سره ملاقات وكړو۔ په بیلجیئم كښې د پاكستاني سفارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې په ملاقات كښې د اروپائي پارليمان غړي راسا جکنیوسین، فوبیو ماسیمو کاسټالډو ، آنګا ھاګا، برن هارډ زیمنیوک، تھامس زیچووسکی او ھرو جاون موجود وو۔ په دې موقعه خارجه وزير جليل عباس جېلاني ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره ګڼ اړخيزه اړيكو ته خصوصي اهميت وركوي۔ ده د اروپائي پارليمان غړي مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو سره اړوند د پاكستان دريځ په اړه خبر كړل۔ نګران خارجه وزير ووئيل چې نړيواله ورورولي دې په تش لاسه كشميري وګړو د ظلم او زياتي روانه لړۍ بندولو له په هند زور راوړي۔ ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې د رايۍ په آزادۍ لګولې شوي بندېزونه او د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ ختمول نړيوالې ورورولۍ او د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو څخه د مرستې غوښتنه كوي٬ پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې تش لاسه كشميري اولس سره هغوي ته د خپلواكۍ جائز حق وركولو له خپل اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔ خارجه وزير د پاکستان بیلجیم پارلیمانی فرېنډ شپ ګروپ چیئرپرسن ،سېنېټر ایلیسیا کلیس سره هم ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې د دواړو لارښودو ترمينځه د معیشت، تجارت، سرمایہ کارۍ، تعلیم، كلتور او سېلګرۍ په شمول د شريكې خوښې په نورو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقعه اروپائي ائتلاف ٬ بیلجیئم او لکسمبرګ لپاره د پاكستان سفيره آمنه بلوچ هم خارجه وزير سره وه۔

مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں