د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د چوهدری شفیق د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه

image

اسلام آباد 29 دسمبر (اے پي پي) د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د سینئر خبريال چوهدری شفیق د مور په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې ده۔د قامی اسمبلۍ سپیکر د چوهدری محمد شفیق په نامه د غمرازۍ په خپل بيان كښې ده د غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كړې۔ده ووئيل مور او پلار د لوے څښتن لوئ نعمت وي،د هغوي جدا كيدل لوئ غم دې٬د كوم آزاله چې نه شي كيدلې۔ده ووئيل د غم په دې سخت وخت كښې مونږ د غمجنې كورنۍ سره برابر شريك يو۔ سپیکر راجه پرویز اشرف دعا اوكړه چې لوے څښتن دې ارواښادي له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : اسلام آباد لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں