صدر مملکت په لکي مروت بريد كښې د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره تماس ونيولو

image

اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي په لکي مروت بريد كښې د شهيد شويو ځوانانو كورنيو سره تماس ونيولو او هغوي سره يۍ د يوالي څرګندونه وكړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د جمعې په ورځ د سپاهي محمد افضل او ابرار حسېن كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ صدر مملکت په وطن ځان قربانوٶنكو ته د عقيدت پېرزوينې ډالۍ كولو سره د قام لخوا هغوي ته سلام وړاندے كړو۔ صدر مملکت د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا او غمژنو كورنيو سره خواخوږي وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں