وزيراعظم د مياشتې 200 يونټس بجلي كارونكو 2.5 كروړه مصرف كوٶنكو لپاره 50 اربه روپۍ ريليف اعلان كړو۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د توان په څانګه كښې د اصلاحات په اړه دستورې ته وېنا

image

اسلام آباد 09 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د مياشتې 200 يونټس بجلي كارٶنكو 2.5 كروړه د كورونو بجلي مصرف كوٶنكو لپاره 50 اربه روپۍ ريليف اعلانولو سره وئيلي دي د وفاقي حكومت پرېكړي څخه به ذكر شوو مصرف كوٶنكو ته د جولائي، اګست او ستمبر په مياشتو كښې د څلورو نه تر اوو روپو د يو يونټ په سر ګته ورسي، په کراچۍ بندرځاې د برآمدات او درآمدات په مد كښئ 1200 اربه روپۍ كرپشن كېږي، په بلوچستان كښې ټويب وېلز د نمر په توان منتقل كولو سره به د قامي خزانې په كلنه توګه د 80 نه تر 90 اربه روپو بچت شي، ده ووئېل د بلوچستان په طرز به ګرد هېواد كښې په تېلو چلېدونكې لس لكه ټيوب وېلز هم د نمر په توان منتقل كولې شي٬ په بجټ كښې يقينې ده چې ټېكس لګېدلې٬ دغسې امراء او اشرافيه هم په ټېكس نېټ كښې راوستلې شوي، د رئيل اسټيټ په څانګه كښې ټيکس څخه 100 اربه روپۍ امدن متوقع دے ، د ډاٶن سائزنګ او سرکاري خرڅونو كښې د كمي د اقدامات پخپله څارنه كوم٬ ده ووئېل آئي اېم اېف سره پروګرام زمونږ ضرورت او مجبوري وه٬ وخت راغلے چې اشرافيه او شتمند كسان هم هېواد لپاره قرباني وركړي ، ان شاءالله حالات به بدلېږي، بهتري به راځي او پاكستان به خپل د لاسه وركړے مقام ترلاسه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د توان په څانګه كښې د اصلاحات پحقله دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په دې موقع وفاقي وزيران او پارلماني غړي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د بجټ په غونډه كښې په بشپړ ګډون د پارلماني غړو مننه كوم، په تېر دور 23۔2022 كښې د ميا نواز شريف په مشرۍ كښې او د اتحادي ګوندونو مشرانو سره په ګډه مونږ رياست بچ كړو او خپل سياست مو په داٶ ولګولو ٬ د لوي څښتن شكر دے چې پاكستان د ديواليه كېدو نه بچ كړے شو۔ وزيراعظم ووئيل تاسو ليدلي چې په ماشي كښې سياست لپاره څنګه غټې غټې خبرې او لوظونه شوي وو، پي ټي آئي په 90 ورځو كښې د بدعنواني د خاتمې اعلان كړے ؤ خو د دغې برعكس د كرپشن نوې رېكارډ جوړ كړے شو ، ده ووئېل چيني او غنم وړومبے برامد كولې شول او بيا په ګرانه بيعه درامد كړے شول چې ورسره د هغوي نزدې دوستانو ته ګټه ورسېده، دغسې د هېواد د لوټ كړے شوو 300 اربه ډالرو د بېرته راوړلو خبرې كېدې خو يوه روپۍ هم بېرته رانه وړلې شوه، ده ووئېل د پي ټي آئي حکومت د خپل سياست په خاطر هېواد په داٶ لګولے خو د برتانيه د نېشنل كرائم اېجنسۍ ادارې په مننه د پاكستان خزانې ته 190 مېليونه پاٶنډ راولېږلې شول دغسې چې دا پېسه په قامي خزانه كښې جمع كړې شي خو په څنګه فراډ كولو هغه 190 پاٶنډز هم غبن كړے شول او په قامي خزانه كښې د جمع كولو په ځاے غبن كړے شول۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د نواز شريف په قيادت كښې د اولسي خدمت ذمه واري اغستې او د چا پحقله مونږ د غلط بيانۍ څخه كار نه دې اغستے او نه مو دروغ وئيلي، هېواد لويو چېلنجونو سره مخ دے٬ اتحادي حكومت د دې ستونزو او چېلنجونو مقابله كوي، په ماضي كښې غټې خبرې كېدې خو په حيقيقت كښې هېڅ نه وو شوي، ده ووئېل د پي ټي آئي باني وئيل چې مړ به شم خو آئي اېم اېف له به ورنشم خو بيا هم آئي اېم اېف له لاړو او ګران پروګرام ئې واغست او بيا ئي دغه پروګرام د سياست ښكار كړو، ده ووئېل كله چې په نړۍ كښې د تېلو بيعې د اسمان سره خبرې كولې نو د عدم اعتماد ووټ اندېښنې له امله ئې يو دم بيعه ټيټه كړه حالانکه په بجټ كښې د دې هېڅ ګنجائش هم نه ٶ چې ورسره قامي خزانې ته بلها زيان ورسولے شو۔ وزیراعظم ووئيل میاں نواز شریف عمر له د زړه نه د قام خذمت کړے،د هغه په وژن او پالیسۍ به مونږ عمل كوو۔ وزیراعظم ووئيل تيره ورځ په كوئټه كښې د بلوچستان حکومت سره ټیوب ویلونه په شمسی توان منتقل کولو لوظنامه وشوه ،دغه يو تاریخي اقدام دے چې ورسره به قامی خزانې ته د 80 نه تر 90 اربه روپۍ د كال بچت شي، بلوچستان كښې 28 زره نزدې کنکشنز د كروندګرو دي كوم چې بجلي كاروله خو بل ئې نه شو وركولې او د كال به 80 نه تر 90 اربه روپۍ وفاق ته زيان رسېدو، د تيرو 8 نه تر لسو كلونو قامي خزانې ته د 500 اربه روپو هم دغسې زيان رسېدلے، ده ووئېل دغه روپۍ كه په سړكونو ،پوهنتونونو او د اولس په سوكالۍ خرڅ شوې وې نو څومره ګټه به رسېدلې وه۔ وزیراعظم ووئيل وفاقي او د بلوچستان حکومت په ګډه دغه 28 زره ټیوب ویلونه په شمسی توان د منتقل کولو منصوبه جوړه كړې ٬ په دې به 55 اربه روپۍ خرڅ كېږي ،د منصوبې د لګښت 70 فیصده به وفاقي او 30 فیصده به صوبائی حکومت زغمي ، شمسی توان څخه به آرزانه بجلي پیدا كېږي او په دې به لګښت هم كم راځي۔ده ووئيل هم دغه ماډل به د هېواد په نورو صوبو كښې خپلولې شي ، پاکستان كښې لس لكهه ټیوب ویلونه په تيلو چلېږي او د تیلو درآمدی بل درې نيم اربه ډالره د كال دے كوم چې په قامي خزانه پيټې دے،مونږ د زر مبادله محدودې پانګې لرو،مونږ پريكړه كړې چې د وخت سره سره به په تیلو چليدونكې 10 لکهه ټیوب ویلونو لپاره بزنس ماډل جوړولې شي، کروندګرو له به قرضے وركولې شي او بزنس ماډل جوړولو سره به 10 لکهه ټیوب ویلونه په شمسی توان منتقل کولې شي۔وزیراعظم ووئيل مونږ د نمر زياته رڼا لرو دې څخه ګټه پورته كولو ته اړتيا ده ، بجټ كښې په ځينې نوو څانګو ټیکس لګولے شوے ، په تنخواہ داره طبقه هم ټیکس لګولے شوے ، رئیل اسټیټ په څانګه د ټیکس څخه د 100 اربه روپو آمدن متوقع دے ، ده ووئېل په بجټ كښې یقیني ده چې ټیکس لګولے شوے خو شتمند او اشرافیه هم د ټیکس په دائرہ كښې راوستلې شوي ۔ده ووئيل د بجلۍ بيعو كښې هم ری بیسنګ شوے ، د پروټیکټډ صارفین بيعه هم زياته شوې ، د پروټیکټډ صارفین د بجلۍ بيعې زياتيدو څخه خبر يو، دوه نيم كروړه كورونه كوم چې 94 فیصد جوړيږي ، زما د اعلان څخه به مستفید شي ، تر 200 یونټس د مياشتې بجلي استعمالوونكې د كورونو صارفین له درې مياشتې جولائي ، اګست او ستمبر لپاره رعایت وركړے شوے، ده ووئېل اکتوبر كښې موسم ښه كېږي او د بجلۍ استعمال به هم كم شي،دغه درېو مياشتو كښې دوه نيم كروړه صارفینو له 50 اربه روپۍ ریلیف وركولې شي په هغې كښې د کے۔الیکټرك صارفین هم شامل دي۔ده ووئيل دغه 50 اربه روپۍ به مونږ د پرمختيائي فنډز څخه اوباسو، د تير وخت غوندې په لوظ كولو دھوکه نه ده شوې،د عام وګړي خيال ساتلے شوے او چا سره چې لوظنانه كولو سره مخ په وړاندې تلل دي هغوي هم په بشپړ ډول په اعتماد كښې اغستلې شوي ، دې سره به دوه نيم كروړه صارفینو ته د څلورو روپو نه تر 7 روپو د يو يونټ په سر ګټه ورسي۔وزیراعظم ووئيل آئی اېم اېف سره پروګرام زمونږ ضرورت او مجبوری وه ،باور لرم چې كه په ایماندارۍ ،خلوص ،قربانۍ او ایثار سره شپه ورځ محنت وكړو ، ده ووئېل اشرافیه او شتمندو كومو چې د پاکستان څخه ډېرې ګټې ترلاسه كړي هغه به د پاکستان 25 کروړه اولس له هغه ګټه بيرته وركړي ، وخت راغلے چې اشرافیه د هېواد لپاره قربانی وركړي۔ وزیراعظم ووئيل حکومت د صنعت او زراعت چلولو لپاره د صوبو سره په په ګډه كار كوي ،ډاؤن سائزنګ پيل شوے ، مونږ به بچت كوو ، ډاؤن سائزنګ او سرکاري خرڅونو كښې د كمي اقدامات به پخپله نګراني كوم ، د اېف بی آر 100 فیصده ډیجیټائزیشن كېږي۔ وزیراعظم ووئيل پاکستان كښې درآمدات او په برآمدات د كال 5 اربه ډالره د بحري بيړيو په كرايه خرڅ كېږي ، پاکستان نېشنل شپنګ کارپوریشن سره 12 بيړۍ دي او د كال 5 اربه روپۍ تنخاګانې وركوي ، د پاکستان په نسبت د سيمې نورو هېوادونو سره د سامان يو ځاے نه بل ځائې ته وړلو او راوړلو لپاره يو په دوه زياتې بيړۍ شته ، بنګله دېش هم څو سوه بيړۍ لري ۔ ده ووئيل د بده مرغه هر ځاے كرپشن شوے ، مونږ له به په سمدستي توګه د دې مخنيوې كول وي۔ وزیراعظم ووئيل په اربونو ،کھربونو روپو کرپشن قابو موندلو ته اړتيا ده دغسې چې عام وګړي ته ريليف ترلاسه شي او هېواد سوكاله شي ، مونږ له به كچكول ماتول وي ،پورونو څخه به خلاصے موندل وي ٬ دې لپاره به شپه ورځ محنت كول وي ، ریلیف يوه طریقه ده چې د كومو روپو کرپشن كېږي د هغې په سمدستي توګه مخنيوے وشي۔ وزیراعظم ووئيل يوې مقتدره ادارې مونږ ته وئيلي چې يواځې د کراچۍ په بندرګاہ د یوټیز په لړ كښې د كال 1200 اربه روپۍ غلا كېږي دغسې د 2700 اربه روپو کلیمز په ټربیونلز او اعلیٰ عدالتونو كښې د كلونو نه د سماعت لاندې دي۔ وزیراعظم ووئيل لوظ كوم چې د هېواد په پرمختګ كښې به كومه بے غوري ونه كړي شي او هېواد به د مشکلات څخه رابهر كړے شي۔وزیراعظم ووئيل هېواد كښې د معدنیات او آئي ټي پشمول بيلو څانګو كښې د پرمختګ ډېر ګنجائش شته ،د بده مرغه مونږ د دغې وسائلو څخه ګټه نه ده پورته كړې،اوس هم تاخیر نه دې شوے ، نن هم كه پريكړه وكړو هيڅ مشكل به نه وي ، ده ووئېل کرپشن به ختمول وي ، د قام اربونه ، کھربونه به بيرته راوړلې شي او ایماندارۍ او دیانتدارۍ سره به هغه خرڅ كولې شي ٬ دې سره به مونږ يو عظیم قام جوړ شو، انشاءاللہ حالات به بدلیږي،ښه والے به راځي او پاکستان به خپل مقام ترلاسه كوي۔

مضمون کا ماخذ : como jogar dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں