د عمان چارواكو او مسقط كښې د پاکستاني کميونټۍ سره نزدې رابطه كښې يو،د شهيدانو مړي هېواد ته زر تر زره راوړلو له دې بندوبست وكرې شي۔نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د پاکستان سفير ته سپارښتنه

image

اسلام آباد 16جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار عمان كښې د پاکستان سفير ته سپارښتنه وكړه چې د عمان چارواكو او مسقط كښې د پاکستاني کميونټۍ سره نزدې رابكه ولري،د شهيدانو مړي هېواد ته زر تر زره راوړلو له دې بندوبست وكړې شي۔د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې مسقط، عمان كښې د ترهه ګرۍ بريد په اړه تازه صورتحال په حقله جاري شوې تفصيلاتو له مخې نائب وزيراعظم او خارجه وزير محمد اسحاق ډار عمان كښې په امام بارګاه علي بن ابي طالب د ترهه ګرۍ بريد كښې شهيد شويو پاکستانيانو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړې۔ خارجه وزير د محرم په مقدس مياشت كښې د ترهه ګرۍ بريد او د مسلمانانو د قتل سخته غندنه وكړه۔نائب وزيراعظم عمان كښې د پاکستان سفير عمران علي سره ټيليفوني تماس نيولې۔سفير عمران علي نائب وزيراعظم له په مسقط كښې په امام بارګاه علي بن ابي طالب تيره شپه د بريد په اړه بريفنګ وركړو۔خارجه وزير سفير ته سپارښتنه وكړه چې د عمان چارواكو او مسقط كښې د پاکستاني کميونټۍ سره نزدې رابكه ولري،د شهيدانو مړي هېواد ته زر تر زره راوړلو له دې بندوبست وكړې شي۔ده دا سپارښتنه هم وكړه چې د عمان په روغتونونو كښې د بستر ژوبل كسانو د ښېګړې خيال دې هم وساتلے شي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں