د مسجد نبويۖ امام الشېخ ډاکټر صلاح بن محمد البدير په اووه ورځنۍ خېرسګالۍ دوره پاكستان ته راورسېد

image

اسلام آباد 08 اګست (اے پي پي) د مسجد نبويۖ امام الشېخ ډاکټر صلاح بن محمد البدير په اووه ورځنۍ خېرسګالۍ دوره پاكستان ته رارسېدلے۔ د مذهبي چارو وزارت وياند له مخې د مذهبي چارو وفاقي وزير چوهدري سالك حسېن، د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي او د مذهبي چارو سيکرټري ذوالفقار حېدر د ګران مېلمه په هوائي مېدان هركلے كړے٬ د مسجد نبويۖ امام به په فېصل مسجد كښې د جمعې د لمونځ اقتدا كوي٬ د دورې په مهال به ډاکټر صلاح بن محمد البدير صدر مملکت آصف علي زرداري، وزيراعظم محمد شهباز شريف او نورو مشرانو سره ملاقاتونه هم كوي او د دې نه علاوه د پاكستان جيد علمائے كرامو سره د دوي ملاقاتونه هم د شېډول برخه ده

مضمون کا ماخذ : گنہادورس دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں