وزيراعظم د معاشي ستونزو باوجود د آئي ټي څانګي لپاره 60 اربه روپۍ بجټ مقرر كړې، حكومتي كارونه به هم پيپر ليس كولې شي ، ډيجيټائزېشن سره به حكومتي چارو كښې شفافيت راشي۔د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه

image

اسلام آباد 18 اګست (اے پي پي) د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه خواجه وئيلي د پاكستان سټارټ اپ فنډ به جوړولې شي،هېواد كښې 250 اي روز ګار سينټري به پرانستلے شي، كوډنګ سكلز په اړه 5 ژبو كښې به پروګرام لانچ كولې شي ، ډيجي سكلز كښې د 45 لكهه څخه زياتو ماشومانو اندراج شوې، پاكستان په وړومبي ځل ميټا اے آئي نړيوالو سيالو كښې برخه اخستي، اسلام آباد آئي ټي پارك به 10 زره څخه زياتو كسانو له روز ګار وركړي، اسلام آباد او كراچۍ ښار كښې سپيشل ټيكنالوجي پارك به جوړولې شي، آئي ټي لپاره زيات بجټ د دې څانګې پرمختګ لپاره د وزيراعظم محمد شهباز شريف د عزم عكاسي كوي، وزيراعظم د معاشي ستونزو باوجود د آئي ټي څانګي لپاره 60 اربه روپۍ بجټ مقرر كړې، حكومتي كارونه به هم پيپر ليس كولې شي ، ډيجيټائزېشن سره به حكومتي چارو كښې شفافيت راشي، معيشت ډيجيټائزيشن لپاره قامي ډيجيټائزيشن كمېشن جوړوو، وزير اعظم محمد شهباز شريف اقتدار سنبھالولو سره په ډيجيټائزېشن زور راوړې،وزير اعظم په ترجيحات كښې د آئي ټي څانګه تر ټولو اول ده، اېس آئي اېف سي ترمخه هېواد كښې سرمايه كاري زياتيږي۔د انفارمېشن ټيكنالوجي (آئي ټي) وزير مملكت شزه فاطمه خواجه د دې خيالاتو څرګڼدونه د اتوار په ورځ پرېس كنفرنس په مهال وكړه۔دي ووئيل د نن ميډيا ټاك مقصد حكومت د آئي ټي په اړه اقدامات څخه خبرول دي۔دي ووئيل سږ كال د هېواد د تاريخ تر ټولوز يات آئي ټي برآمدات شوي،تير مالي كال برآمدات حجم 2.6 اربه ډالره وو دغسې سږ كال د برآمدات حجم 3.2 اربه ډالره څخه زيات ؤ۔دي ووئيل برآمدات كښې په اضافه ټول قام له مباركي وركوم۔ وزير مملكت ووئيل ټولو ځوانانو ، ماشومانو او جينكو مننه كوم چا چې خپل محنت او هڅو سره دا هدف ممكن كړې،د حكومتي اقدامات په وجه دا هدف پورا شوې۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کی پیشن گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں