كال تر 2030ء 80 فيصده برېښنا د هېواد ذريعو څخه د جوړولو هدف ټاكلې شوې

image
APP46-01 ISLAMABAD: November 01 - Federal Minister for Planning, Development & Reform Makhdum Khusro Bakhtyar, Federal Minister for Railways Sheikh Rasheed Ahmad, Federal Minister for Power Division Omar Ayub Khan, Special Assistant to PM for Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan & Special Assistant to the Prime Minister on Petroleum, Nadeem Babar addressing a joint press conference. APP photo by Saeed-ul-Mulk

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د برېښنا او پټروليم وفاقي وزير عمر ايوب خان وئيلي دي چې تر كال 2030ء 80 فيصده برېښنا د هېواد ذريعو څخه د جوړولو هدف ټاكلې شوې ٬ د توان په څانګه كښې بېلا بېل هېوادونه سرمايه كاري كول غواړي٬ په ځائي كچه د برېښنا پېداوار سره به د زرمبادله ښه بچت وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په منصوبه بندۍ كمېسون كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار او د اطلاعاتو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان سره شريك خبرې کنفرنس ته خپل خطاب کښې وكړه۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال ندېم بابر ووئيل د تھر سكرو څخه ډيزل جوړولو سره برآمد کول غواړو۔ ده ووئيل پاکستان له 55 فيصده ډيزل او پټرول درآمد کول دي، د بده مرغه پاکستان كښې د ګاز پانګو ذخيرہ کولو لپاره وړاندې اقدامات نه دې شوي كوم چې موجوده حکومت کوي۔ ده ووئيل په يو كال كښې د تيل او ګاز 35 بلاکس بولۍ به كولې شي۔ سي پيك كښې د پاکستان ريفائنري اپ ګريډ کولې شي۔ عمر ايوب ووئيل د متبادل توان ذريعو لپاره د چين په اشتراك سره په منصوبه غور روان دې، حکومت هېواد كښې د توان په څانګه كښې ښه والي له په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي چې پكښې د سسټم اپ ګريډېشن پشمول په بيلو څانګو كښې كار روان دې او د دې به ښه نتيجې ترلاسه شي۔ ده ووئيل توان كښې د تھر کول بشپره استعمال کېږي، د سي پيك د لارې په ارزانه برېښنا كار روان دې

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں