د خارجه وزير شاه محمود قرېشي استنبول كښې مېډيا سره خبرې

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښې امن او استحكام زمونږ لپاره ګټور دے٬په افغانستان كښې د امن راتللو سره به د پاكستان او افغانستان ترمينځه تجارت زيات شي٬په دوحه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه خبرو اترو كښې هم پاكستان مثبت كردار ترسره كړی او نړۍ د پاكستان د كردار ستائنه كوي٬غېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دے۔د نهې په ورځ استنبول كښې مېډيا سره په خبرو كښې ده ووئيل غېر قانوني اميګريشن د اندېښنې وړ دې٬دې لپاره به پاكستان٬ايران او تركيې له په ګډه كيناستل وي٬څه خلك نورو ته شنه باغونه ښائي او دلته يې راولي او بيا يې هم دغسې پرې ږدي۔داسې د زرګونو په شمېر پاكستانيان دلته د مسائلو ښكار ژوند تېروي۔دې ته به هم مونږ له پام كول وي۔ده ووئيل د آسيا زړه كنفرنس په اختتام چې كومه اعلاميه رامخې ته شوې هغه ډېره كوټلې ده چې 49 پېراګراف لري او مونږ د باور جوړولو په 7 نكتو اتفاق كړی۔ده ووئيل دا به مخ په وړاندې بوځو۔اوس به د سيمه ايز ټېكنيكل ډلو غونډه رابلو۔ده ووئيل پاكستان به هم په 2020 كښې د ماحوليات او كركيلې په حقله غونډه راغواړي چې خپله وړاندې تګلاره به رامخې ته كوي۔د افغانستان په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د افغانستان امن او استحكام زمونږ په ګټه دے او پاكستان په دې پوهه دې چې افغانستان كښې د امن راتللو سره به دوه اړخيزه تجارت زيات شي او پاكستان ته به په افغانستان كښې د سرمايه كارۍ رغونې او د انفراسټركچر جوړولو موقعې په لاس ورشي۔ده ووئيل په دوحه كښې د امريكې او طالبانو ترمينځه په خبرو كښې هم پاكستان مثبت كردار ترسره كړې او نړۍ د پاكستان د كردار ستائنه كوي۔پاكستان چې د پولې دې غاړه څنګه خپله سيمه د ترهه ګرو نه پاكه كړې د دې هم ستائنه كېږي دغسې پاكستان چې څنګه د قبائېلي سيمې په حقله اتفاق رامخې ته كړی هغه هم يو مثال دې۔ده ووئيل مونږ غواړو چې په افغانستان كښې امن وي او پرون مونږ دا آسيا په زړه كنفرنس كښې دا څرګنده كړې چې پاكستان په افغان امن عمل كښې خپل كردار ترسره كوي خو پاكستان په يوازې داسې نه شي كولې٬د سيمې مهمو هېوادونو له به راوړاندې كېدل وي او خپل كردار به ترسره كول وي۔ده ووئيل پاكستان ګډون كونكي خبر كړي چې مونږ له به په هغه شرخوښو عناصرو هم نظر ساتل وي څوك چې د امن دا هلې ځلې د مينځه وړل غواړي

مضمون کا ماخذ : شمال کے ڈریگن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں