وزيراعظم عمران خان د اولس د خېر ښېګړې د عملي اقداماتو له مخې د خالي په ورځ په ميانوالي كښې د پوليسو د ماډل سټېشن پرانسته وكړه

image

ميانوالي 04 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د اولس د خېر ښېګړې د عملي اقداماتو له مخې د خالي په ورځ په ميانوالي كښې د پوليسو د ماډل سټېشن پرانسته وكړه. د دې څخه وړاندې پوليس سټېشن په رارسېدو وزيراعظم ته د پنجاب پوليسو لخوا ګارډ آف آنر وړاندے كړے شو. د دې نه پس وزيراعظم د پوليس سټېشن د بېلا بېلو برخو دوره وكړه. په دې موقع وزيراعظم ته د پنجاب آئي جي د پوليسو محكمې په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو. په دې موقع د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار، د پنجاب آئي جي او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو. د پنجاب آئي جي وزيراعظم ته د بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې د پوليسو او د تاڼو په نظام كښې بهترې لپاره د پنجاب پوليسو د اقداماتو له مخې په صوبه كښې 29 ماډل پوليس سټېشن جوړ كړې شوي دي او د سترې محكمې په هداياتو د صوبې په ټولو ضلعو كښې اېس پي كمپلېنټس هم په ځائ كړې شوي دي. د دې نه علاوه د اولس د شكاياتو ازالې لپاره آئي جي پي كمپلېنټ سنټر 8787 او د پنجاب په ټولو 716 تاڼو كښې فرنټ ډسك هم جوړ كړې شوي دي. په ټول پنجاب كښې د پوليس خدمت مركزونو د لارې د وګړو خدمت باوري كړې شوې او د مېډيكو ليګل سرټيفكېټس زر اجرا لپاره په ډي اېچ كيو روغتونونو كښې خدمت كاٶنټرز هم جوړ كړے شوي دي. وزيراعظم د دې نه پس د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات وليكل او د ماډل پوليس سټېشن په احاطه كښې ئې يو بوټې هم نال كړو.

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں