وګړي به په هره فارمېسۍ كښې د ماسك د كمي او په ګرانه بيعه ماسك خرڅوٶنكي په ګوته كولې شي۔ ډاکټر فردوس عاشق اعوان

image

اسلام آباد 26 مارچ (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د وزيراعظم خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلې دي جديده ټېكنالوي كارولو سره د څلوېښتو نه زياتې آسانۍ وګړو ته په چوكاټ دننه رسول د وزيراعظم عمران خان د اولس دوسته حكومت د وژن عملي ثبوت دے، د اولس په خدمت آډانه مستعد او فعاله نظام جوړول د وزيراعظم عمران خان اصل مقصد دے۔ د زيارت په ورځ ډاکټر فردوس عاشق اعوان خپل ټويټ كښې ووئيل د وزيراعظم عمران خان لخوا د ځانګړي اېپ اجراء د جديدې ټېكنالوجۍ د لارې وګړو ته آسانۍ زياتول دي، دا اېپ به وګړو ته په كور دننه د دوي مسائل حل كولو له مرستياله اوګرځي، اولس له به اوس د سركاري دفتر چكرې نه وهي او خپلې مسئلې به د آن لائن رابطې د لاره ترسره كولې شي۔ دې ووئيل ټول قام له د كرونا وائرس د چېلنج لاره نيولو لپاره يو موټې كېدل دي، هر كس له د ذمه وارۍ كردار تر سره كول دي۔ دې ووئيل ، وګړي به په هره فارمېسۍ كښې د ماسك د كمي او په ګرانه بيعه ماسك خرڅوٶنكي په ګوته كولې شي۔ دا اېپ به د ټولو اړوند ادارو ترمېنځه كوارډينيشن او همغږۍ رامخي ته كوي او د دې نه علاوه اي پوليسنګ ، ايمرجنسي سروسز، ډوميسائل، شناختي کارډ، د زمكو فرد ، د وسلې لائسنسز، د ګاډو رجسټرېشن، د ټوکن ټيکسز ادا كول، د زېږون او مړينې د سرټيفيکيټس اجراء او نورې بېلا بېلې آسانۍ پكښې شاملې دي

مضمون کا ماخذ : números quina hoje
متعلقہ مضامین
مزید خبریں