كوئټه 30 نومبر(اے پي پي)د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري وئېلي دي زمونږ كوم سياسي ګوند سره مخالفت نشته٬مونږ به چارټر آف اكانومي راوړو او د 18بدلون تحفظ به كوو٬جيالے به د فرورۍ په 8مه نېټه سرپرائز وركوي٬آصف علي زرداري بلوچستان د خپلو وسائلو مالك جوړ كړے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د زيارت په ورځ ايوب سټېډيم كښې د پاكستان پيپلز پارټي 56مې تاسيس په اړه راجوړې كړې غونډې ته په خپله وينا كښې كړې۔بلاول بهټو زرداري ووئيل سياستمدار د ذاتي انا په ځاے بايد د اولس فكر وكړي٬آصف علي زرداري چرې هم د انتقام سياست نه دے كړے بلكې كركه او د تقسيم سياست يې عمر له ختم كړے ٬كه هغه غوښتلې نو ډېر كسان به يې زندان ته لېږلې وو خو هغه اتلسم بدلون منظور كړے ۔ده ووئيل آصف علي زرداري د سي پېك د بنياد تيګه اېښودې٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام يې پېل كړے او په يو كال كښې يې پاكستان په غنمو كښې خودكفيله كړے ۔ بلاول په دې موقع”اګلي باري پهر زرداري” نعرې وهلو سره ووئيل مونږ د كوم سياسي ګوند سره مخالفت نه لرو ٬مونږ به چارټر آف اكانومي راوړو۔بلاول بهټو ووئيل مونږ د ذوالفقار علي بهټو مشن بشپړولو له لوظي يو۔بلاول بهټو ووئيل مونږ د پاكستان كروندګرو له آسانۍ وركول غواړو٬سبسډي د صنعت كارو په ځاے كروندګرو له وركول غواړو۔د كروندګرو لپاره به هم كسان كارډ معرفي كولې شي۔ ده ووئېل مونږ به خپلو خواري كښو له د هغوي حقونه وركوو٬مونږ به مزدور كارډ هم شروع كوو ۔ده ووئيل اېن آئي سي وي ډي كښې وړيا درملنه كېږي۔كه په بلوچستان كښې جياله وزيراعلٰی جوړ راغلو نو په كوئټه كښې به هم وړيا درملنه كېږي ۔دا مهال كوم هم روغتون د ګمبټ او خيرپور د روغتونونو مقابله نشي كولې٬ ده ووئېل د سندھ غوندې به په بلوچستان كښې هم د زړونو روغتون جوړولے شي۔