په قامي اسمبلۍ كښې ارشد نديم ته سول ايوارډز وركولو او لوبغاړو ته هر ممكنه آسانۍ وركولو لپاره قراداد منظور كړے شو

image

اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)قامي اسمبلۍ اولمپكس 2024 كښې ايتهليټ ارشد نديم له په شاندار كاركردګۍ د سول ايوارډز وركولو او د لوبو په مېدان كښې ځوانانو ته هر ممكنه آسانۍ وركولو لپاره قرارداد په يوه خله منظور كړو۔د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د قانون وزير اعظم نذير تاړ ووئېل د ايوان لپاره د خوشحالۍ مقام دے چې نن د مسجد نبوي امام٬د سعودي سفير او د سعودي پلاوي دلته موجود دے۔ارشد نديم دا خوشحالي يو په دوه كړه۔ټولو پارليماني ګوندونو د ارشد نديم په لويه بريا متفقه قرارداد راوړولو پريكړه كړې۔ده ووئيل د قرارداد په متن كښې وئېلې شوي دا ايوان د پاكستان فرزند ارشد نديم ته د پاكستان بېرغ پيرس اولمپكس كښې په هسك كولو او 40 كاله پس پاكستان د ګولډ ميډل حق دار په جوړولو مباركي وركوي۔دا ايوان يادوي چې د متوسط طبقې څخه تعلق لرونكې 27 كلن ارشد نديم پخپل لوړ عزم٬زياتې خوارۍ او د زړه د اخلاصه نيت څخه ثابته كړه چې د وسائلو كمے او د لارې خنډان د هېواد د لوڼو او زامنو لاره نشي نيولې۔دا ايوان د ارشد نديم پخوانۍ كاركردګۍ ته د ستائنې په نظر ګوري څوك چې د دې نه وړاندې كامن ويلت ګيمز٬اسلامك سالډيرټي ګيمز او سارك ګيمز كښې د سرو زرو تمغې ګټلي ۔دا ايوان حكومت ته سفارش كوي چې ارشد نديم له سول ايوارډز وركړي او د لوبو په مېدان كښې ځوانانو له هر ممكنه آسانۍ وركړي

مضمون کا ماخذ : خلائی جنگیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں