د داخله وزير محسن نقوي د تركيه سفير ډاكټر مهمت پيكاسي سره ملاقات

image

اسلام آباد۔11اګست(اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي په داخله وزارت كښې د تركيه سفير ډاکټر مهمت پیکاسی سره ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاك تركيه دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ فريقېنو د سكيورټي ٬ پوليس او سول آرمډ فورسز په څانګو كښې د مرستې په زياتولو موافقه وكړه۔ د اېکسچېنج پروګرام لاندې د پاكستاني پوليس آفسرانو تربيې لپاره تركيه ته د لېږلو پرېكړه هم وكړې شوه۔ په دې موقعه داخله وزير ووئيل د روان كال 14 اګست څخه به ترك وګړي وړيا آن لائن وېزا ترلاسه كولې شي چې ورسره به ترك ورونړو له د پاكستان دوره كول آسان شي۔ ده ووئيل زه به د تركيه حكومت په بلنه د روان كال اكتوبر مياشت كښې كه پاك پروردګار ته منظور وي د تركيه دوره كوم چرته به چې همكاري زياتولو له نتيجه وركوؤنكي اقدامات تجويز كولې شي۔ په ملاقات كښی په تركيه كښې د پاكستاني بنديوانو په خوشې كولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او په دې اړه زر تر زره يوې لوظنامې ته د حتمي شكل په وركولو موافقه وكړې شوه۔ د تركيه سفير ووئيل ترکیه پاكستان سره د ورورولۍ اړيكې زياتې مهمې ګڼي او په بېلو څانګو كښې به پاكستان سره همكاري روانه ساتي۔ په دې موقعه داخله سېكتر خرم علی آغا او ایډیشنل داخله سېكتر رفعت مختار راجه هم موجود وو۔

مضمون کا ماخذ : کڑک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں