اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي د بجلۍ غلا مخنيوے٬ لائن لاسز كښې كمے او د ترسيل نظام كښې بهتري د حکومتي اصلاحاتي تګلارې وړومبۍ برخه ده ، د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنو كښې د اصلاحات نه وروستو به د دوي آؤټ سورسنګ او نجکاري كولې شي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنو (ډسکوز ) نوې تعينات چيئرمېن او د بورډ غړو ملاقات وكړو ۔ په ملاقات كښې د لاهور اليکټرک سپلائي کمپنۍ، د اسلام آباد اليکټرک سپلائي کمپنۍ، د فيصل آباد اليکټرک سپلائي کمپنۍ، د ملتان اليکټرک پاور کمپنۍ او د هزاره اليکټرک سپلائي کمپنۍ نوي لګولې شوي چيئرمېنز او غړي هم موجود وو۔ وزيراعظم د ډسکوز بورډز نوي چيئرمين او غړو له مباركي وركولو سره د دوي لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم د دوي د تعيناتۍ عمل په سپېځلي ډول په ترسره كولو د انرژۍ وفاقي وزير او ھغه ډلې ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ ده ووئيل تاسو ته د قامي خدمت موقع په لاس درغلې ، زه پوخ باور لرم چې تاسو به په ښه ډول خپلې ذمه وارۍ تر سره كوې ۔ ده ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې د بجلي په تقسيم كوونكو کمپنو كښې ښه كسان تعينات شوي څوك چې په خپلو څانګوعبور لري، نوې تعيناتۍ د توان په څانګه كښې اصلاحات پلو يو ګام دے ۔ وزيراعظم ووئيل په ډسکوز كښې د ګورننس فقدان دے كوم ته چې پام ګرځولو ته اړتيا ده، د بجلي د تقسيم کوونكو کمپنو ډيجيټائزيشن ترجيح پكار ده۔ ده ووئيل د بجلي غلا مخنيوے٬ لائن لاسز كښې كمے او د ترسيل نظام كښې بهتري د حکومتي اصلاحاتي تګلارې وړومبۍ برخه ده، د بجلۍ په تقسيم کوونكو کمپنو كښې د اصلاحات نه وروستو به د دوي آؤټ سورسنګ او نجکاري كولې شي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د بجلۍ تقسيم کوونكو کمپنۍ دې خپل کسټمر سروسز بهتر كړي۔ ده ووئيل د ښې كاركردګۍ څرګندونه كوٶنكو افسرانو به ډاډګيرنه كولې شي۔ په دې موقع د بريفنګ په مهال ووئيل شول چاېس او اي اېکټ له مخئ د بجلي تقسيم کوونكو کمپنو ته په پاليسي سازۍ كښې خود مختاري ترلاسه ده۔ په دې موقع وفاقي وزيران احد خان چيمه، عبد العليم خان ، محمد اورنګزيب، اوېس احمد خان لغاري، د وزيراعظم پاور لپاره خاص مرستيال محمد علي، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل او اړوند لوړ پوري هم موجود وو۔