د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود سره د تيونس سفير عادل الاربي وليدل

image

اسلام آباد 22 نومبر (اے پي پي) پاكستان او تيونس د اعلٰی تعليم او ووكېشنل ټريننګ په اړه شريكې مرستې زياتولو ته سلا شوي دي۔د زيارت په ورځ د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود سره د تيونس سفير عادل الاربي ملاقات كړی۔د تيونس سفير وفاقي وزير ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركولو سره ووئيل د تعليم وزارت ډېر مهم دے او د موجوده حكومت ترجيح هم تعليم ته ده ۔د پاكستان او تيونس ترمينځه ښې د ورورولۍ اړيكې شته ۔ده ووئيل د ښو اړيكو لپاره د دواړو هېوادونو وګړو ترمينځه رابطې ډېرې ضروري دي٬د تعليم په اړه كار كولو له دواړه هېوادونه ډېرې موقعې لري۔پھ دې موقع په خبرو كښې د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل د پاكستان او تيونس ترمينځه د لوړو زدكړو په لړ كښې كار ډېر ضروري دے٬د پاكستان او تيونس پوهنتونونو ترمينځه روابط زياتولو ته ضرورت دې۔شفقت محمود ووئيل دواړو هېوادونو له په ووكېشنل ټريننګ كښې كار كول پكار دي۔د ملاقات په مهال د دواړو لخوا د تعليم په څنګھ كښې مرستې زياتولو ته هم سلا راغله

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں