اسلام آباد 11 دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان سره د اېنګرو فوډز اېنډ فرائیزلینډ کمپینا نړيوالو مشرانو ليدلي دي ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان د ډېري څانګې پرمختګ پحقله په بېلا بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ فرائیزلینډ کمپینا هالېنډ د ګڼ اړخيزه هېوادونو ډېري كمپني ده كومه چې په 34 هېوادونو كښې د خپلې موجودګۍ په سوب د نړۍ شپږمه لويه كمپني ده ۔ د نهې په ورځ په ترسره شوي ملاقات كښې فرائیزلېنډ کمپینا چیف اېګزیکټو آفیسر هېئن شومیکر وزیراعظم د ډېري او لائيو سټاك فارمنګ په څانګه كښې د كمپنۍ د 145 كلونو پراخه تجربې او پاكستان كښې د غذائي تحفظ فريم ورك جوړولو پحقله د ممكنه مرستې نه خبر كړو۔ ده ووئيل پاكستان كښې د ډېري په اړه د صلاحيت له مخې فرائیزلینډ کمپینا دلته د غذائیت او پېداوار پحقله ټېكنالوجي او غوره تګلارې معرفي كولو سره خپل كاروباور ته پراختيا وركول غواړي۔ وزیراعظم د فرائیزلېنډ کمپینا او اېنګرو فوډز لخوا پاکستان كښې خپل كاروبار ته د پراختيا وركولو د خوښۍ ستائنه وكړه۔ ده ووئيل حکومت هېواد كښې د كاروبار آسانۍ او سرمايه كارو ته هر ډول سهولت وركولو لپاره د ټولو ممكنه اقداماتو عزم لري۔ وزیراعظم د اوسني حكومت لخوا په پاليسو كښې د تسلسل او كاروباري ورورولۍ ته د پېښو مسئلو هواري پحقله د پورته كړې شوو ګامونو نه د هغوي خبرولو سره ووئيل حكومت د يو رېګولېټري فرېم ورك جورولو د حاجت نه خبر دې كوم چې به نه يوازې د روايتي څانګې په رېګولېټ كولو كښې مرسته وكړي بلكې دې سره به د غذائي مصنوعاتو معيار هم باوري كړې شي۔ په دې موقع پریذیډنټ کنزیومر ډیري فرائیزلېنډ کمپینا رائل وین نیربوس، د اېنګرو فوډز اېم ډي علی احمد خان او د اېنګرو كارپورېټ آفېئرز ډائرېکټر سعود احمد پاشا نه علاوه د نېشنل فوډ سېكورټي اېنډ ريسرچ وزير صاحبزادہ محمد محبوب سلطان ، د وزیراعظم خاص مرستيال نعیم الحق، د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن هارون شریف او اړوند سينئر چارواكي هم موجود