د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيرين مزاري قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد 21 دسمبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې شيرين مزاري وئېلي دي چې په وراثت كښې د مېرمنو برخې په حقله د مسئلو حل له هليپ لائن جوړ كړې شوې٬د مېرمنو د دوه قوانينو پشمول د بشري حقونو 9 قوانين ايوان ته وړاندې شوي۔ د جمعې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د شاهده رحماني د پوښتنې په ځواب دې ووئيل د مېرمنو د حقونو په حقله تېرو حكومتونو څه نه دي كړې٬مېرمنو ته د هغوي حقونه د اوږدې مودې راهيسې نه ترلاسه كېږي٬مونږ 9 قوانين ليږلي چې پكښې دوه د مېرمنو په اړه دي٬د نجي آرګنائزېشن ډېټا غلطه ده٬ د دې څخه به ايوان خبرولې شي۔د طاهره اورنګزېب د پوښتنې په ځواب دې ووئيل بايد په ټولو ادارو كښې د معذوره كسانو لپاره ريمپ وي او اے ټي اېم مشينونه دې د معذوره كسانو لپاره پيډ فرينډلي جوړ كړې شي دغسې چې د هغوي لپاره آسانۍ پېدا كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں