يوه ټولنه هم د اولس د خېرښګړې نظام نه غېر پرمختګ نشي كولې

image
APP18-24 ISLAMABAD: January 24 - President Dr. Arif Alvi addressing the 11th Annual Corporate Social Responsibility (CSR) Summit and Awards. APP

اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دې د اوسني حكومت وژن پاكستان جديد اسلامي فلاحي رياست جوړول دي ٬ ځكه چې يوه ټولنه هم د اولس د خېرښګړې نظام نه غېر پرمختګ نه شي كولې٬ د اولس د خېرښګړې ذمه واري د كارپوېټ سېكټر هم ده ۔ اولس مشر دا خبرې د زيارت په ورځ د 11م انټرنېشنل كارپورېټ سماجي ذمه وارۍ سمټ او اېوارډ 2019 دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ اولس مشر ووئيل اسلام يو بشپړ دين او ضابطه حيات دے۔ ده ووئيل قرآن په وړومبو آياتونو كښې شتمندو ته د بې وسه كسانو خېر ښګړې لپاره د خرڅ كولو امر كړې۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل پاكستان جديد اسلامي فلاحي رياست جوړولو سره مونږ له د ګردې نړۍ جديد پېشرفت هم تر نظره ساتل پكار دي۔ ده ووئيل حضور پاك ۖ د بشري حقونو په اړه په خاص توګه تاكيد كړې٬ اسلام د بشري حقونو او د انساني خېرښګړې پشمول په سماجي خدمت ډېر زور رواړې دې٬ ده ووئېل د صدقې ٬خېرات او د زکوٰۃ وركولو تاكيد شوې۔ اولس مشر ووئيل نړۍ كښې 26 كسان د ګردې نړۍ د درې نيم اربه خلقو نه زيات مالدار دي او د دوي د دولت څه برخه د نړۍ غربت ختمولو لپاره كافي ده۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان خلق په صدقات او خېرات كښې په زړه پورې برخه اخلي او په دې لړ كښې ئې د كال 2005 په زلزله كښې د ځپليو په فراخدلۍ سره د مرستې كولو مثال وركړې۔ اولس مشر پاكستان كښې د كډوالو ذكر كولو سره ووئيل مونږ د افغان كډوالو هركلے كړې او په ښه ډول مو د دوي مېلمستياﺀ كړې او بلخوا اروپائي هېوادونه د يو څو سوو كډوالو په كوربتوب هم نخرې كوي۔ اولس مشر په بحيره روم كښې د يو درې كلن سوريې ماشوم د مرګ هم حواله وركړه د چا كورنۍ دچې اروپا ته د تللو هڅې كولې۔ اولس مشر ووئيل دا ډول پېښې د بشري حقونو د تحفظ نه د قاصره تهذيبونو ناكامي ظاهروي۔ اولس مشر ووئيل رياستونه په شتمندو طبقو ټېكس عائد كوي دغسې چې د كم آمدن طبقو تحفظ او دوي ته يو ډول موقعې وركړې شي۔ ده ووئيل پاكستان بې پناه صلاحيتونه او وسائل لري د كومو څخه چې بشپړې استفادې ته اړتيا ده۔ اولس مشر ووئيل د ذمه وارۍ احساس چې نه وي نو ټولنې تقسمېږي۔ اولس مشر د كارپورېټ سماجي ذمه وارې له

مضمون کا ماخذ : apostas dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں