ټولې پارلماني چارې به د آئين ترمخه مخ په وړاندې بوتللې شي۔ سياسي ګوندونه دې په حساسو معاملو له سياست كولو ډډه وكړي۔ پارلماني نظام پياوړې كول مې ترجيح ده۔ سپيكر اسد قېصر

image

اسلام آباد ۔ 24 فروری (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ټولې پارلماني معاملې به د آئين ترمخه مخ په وړاندې بوځو ولې چې زه د كوم خاص سياسي ګوند نه بلكې د ټول ايوان محافظ يم۔ يو نجي ټي وي چېنل سره خبرو كښې ده ووئيل قانون سازي د پارلمان بنيادي ذمه واري ده۔ ده ووئيل د موجوده پارلماني نظام پياوړتيا زما ترجيح ده۔ ده په ټولو سياسي ګوندونو زور راوړو چې هغه بايد هېواد له كار وكړي او په حساسو معاملو سياست كولو څخه ډډه وكړي۔ ده ووئيل هر يو سياسي ګوند بايد د هېواد پرمختګ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل هېواد كښې جمهوريت ته هېڅ خطر نشته او د پاكستان تحريك انصاف حكومت د كوم فرق نه لرې د بدعنوان عناصرو د احتساب ملاتړ كړې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل قومی احتساب بېورو (نېب) يوه خپلواكه اداره ده كومه چې د كوم فشار نه لرې په آزاد ډول خپل فرض ترسره كوي۔ اسد قیصر ووئيل 5 كاله وروستو به پاكستان تحريك انصاف د خپلې كاركردګۍ په اړه اولس ته ځواب وركوونكې وي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ضرورت ترمخه به پروډكشن آرډر جاري كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : ٹمپل ٹمبل
متعلقہ مضامین
مزید خبریں