د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د خلې او د غاښونو د صفائۍ نړيوالې ورځې په موقع وېډيو پېغام

image

اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د 90 فيصده رنځونو سوب د غاښونو ناپاكوالې دے ٬ حضرت محمدۖ به هم د مسواك كولو تاكيد كولو او په دې لړ كښې يو شمير احاديث هم موجود دي ٬ په سنت عمل او د پاكۍ اهتمام سره به غاښونه ښه وي او بايد هره ورځ دوه ځله برش وكړې شي ۔ د شورو په ورځ د خلې او غاښونو نړيوالې ورځ په موقع خپل وېډيو پېغام كښې اولس مشر ووئيل د غاښونو رنځ پحقله زه باور لرم چې 90 فيصده رنځونه د غاښونو صفائۍ نه كولو له امله رامخې ته كېږي٬ دوه رنځونه ډېر زيات دي يو د اوورؤ نه وينه تلل او د غاښونو خوځېدل او بل رنځ په غاښونو كښې چينجي كېدل٬ ده ووئېل كه برش او د غاښونو صفائي وكړې شي نو د دې دواړو رنځونو لاره نيولې كېدې شي۔ اولس مشر ووئيل حضرتۖ چې به چا سره ملاقات له تللو نو اودس به ئې كولو او سهار پاڅېدو سره به ئې مسواك كولو او هم دا د غاښونو د خيال ساتلو بهترين مثال دے۔ اولس مشر ووئيل شلم مارچ د خلې او غاښونو د صحت ورځ ده۔ ده ووئيل په سنت عمل كولو سره د غاښونو د رنځونو څخه بچ كېدې شوو او ورسره به غاښونه هم صحت مند وي

مضمون کا ماخذ : loteria com prêmio acumulado
متعلقہ مضامین
مزید خبریں