اسلام آباد ۔ 7 اپرېل (اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاكستان او تركيه د ملګرتيا تل پاتې اړيكې لري۔ دا ملګرتيا د اولس په زړونو او دماغو كښې ژوند كوي۔ دوحه څخه د ترلاسه شويو اطلاعاتو ترمخه سپيكر اسد قېصر ددې خيالاتو څرګندونه خپل ترك همڅنګ پروفیسر ډاکټر مصطفی شینوپ سره خبرو كښې وكړه۔ د پاكستان او تركيه سپيكران د آئي پي يو غونډه كښې ګډون كولو له دا مهال د قطر په دوحه ښار كښې موجود دي۔ سپيكر اسد قېصر د ترك اولس مشر رجب طیب اردګان مشرتابه ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره ووئيل د ګردې نړۍ مسلمانانو لپاره د جرات مند خيالاتو په لرلو رجب طيب اردګان پاكستاني اولس كښې ډېر مقبول دې۔ د تركيه اسپيكر د خپل هېواد لخوا د كشميري اولس د هڅو پرله پسي ملاتړ څرګندونه وكړه۔ ترك سفير د پاك هند ترمينځھ ستونزه ختمولو كښې د پاكستان د مشرتابه ستائنه وكړه۔ ده د هندي پائيلوټ د خوشې كولو ذكر په خاص توګه ذكر وكړو۔ اسپیکر اسد قېصر د اسرائیل لخوا په ګولان هائټس د قبضې كولو او د اسرائيل پلازمينې په توګه د يروشلم شناخت تسليمولو له د امريكائي اولس مشر د يو اړخيزې پرېكړې غندنه وكړه۔ دواړه اړخونه شريكې مرستې زياتولو او سيمه ايز بلاك جوړولو له د منطقې نورو مګرو هېوادونو سره د اړيكو زياتولو ته صلا شول۔ د تركيه اسپيكر د “5 قومونو سپيكرز كنفرنس” تصور په پېل كول د پاكستان ستائنه وكړه