د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وليدل

image

اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د راتلونكي كال په پي اېس ډي پي كښې د سندھ صوبې لپاره په بېلا بېلو پروژو خبرې شوې۔مخدوم خسرو بختيار ووئيل وفاقي حكومت به د سندھ پرمختګ او خوشحالۍ لپاره هره ممكنه مرسته كوي۔د ملاقات په مهال د پرائم منسټر كراچۍ پیكج له مخې په بېلو سكيمونو او پروژو هم د خيالاتو څرګندونه اوشوه ۔مخدوم خسرو بختيار ووئيل كراچۍ كښې د اوبو مسئلې حل كولو لپاره مربوطه تګلاره او فريم ورك ته ضرورت دے۔دغسې ملاقات كښې د انفراسټركچر٬توان٬اوبو وسائلو او ټرانسپورټ په پروژو هم د خيالاتو څرګندونه شوې

مضمون کا ماخذ : میان میجک وائلڈ فائر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں