د مالي وسائلو د كمي باوجود حكومت بي آئي اېس پي لپاره زيات فنډ بېل كړې او د “احساس” پروګرام د لارې پكښې نور زياتوالې كولې شي

image

اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چیئرپرسن (بي آئي اېس پي) ډاکټر ثانیه نشتر د درېم درې مياشتنې قسط وركولو پحقله د ملازماتو په نامه چيټۍ لېكلې چې پكښې رېجنل ډائرېكټرز جنرل٬ ریجنل ډائرېکټرز، ډویژنل ډائرېکټرز، دوهم ډویژنل ډائریکټرز او اسسټنټ ډائریکټرز ته وئيلي شوي چې تاسو ټول د دې خبرې نه خبر ئې بي آئي اېس پي څخه استفاده كوٶنكې مېرمنې د دې ټولنې د زيات بې وسه طبقو سره تعلق لري٬ د پاكستان حکومت خپله آئینی ذمه واري ترسره كولو سره د دې خلقو مالي مرسته كوي دغسې چې د اسلامي خېرښګړې تقاضې ترسره كړې شي۔ د جمعې په ورځ د جاري شوي خبر پاڼې له مخې په خط كښې وئيلي شوې د مالي وسائلو د كمي باوجود حكومت بي آئي اېس پي لپاره زيات فنډ بېل كړې او د “احساس” پروګرام د لارې په دې كښې نوره اضافه كولې شي٬ د بي آئي اېس پي ټول ملازمان د مرستې دا روپۍ په سپېځلې ډول د منتقل كولو پابند دي۔ د سورة النساء آیت لمبر 58 پارہ لمبر 5 كښې تلقین شوې چې “بېشکه تاسو ته لوے څښتن د دې خبرې امر كوي جې اهل حلقو ته د ھغوي حقونه ورسوئ” دغسې په سورة النساء آیت لمبر 9 پارہ لمبر 4 كښې دا واضح كړې شوې ” كوم خلق چې په ظلم سره د يتيمانانو مال خوري٬ په حقيقت كښې ھغوي خپلې خېټې د اور نه ډكوي او ھغوي به خامخا د جهنم لمبو ته اچولې شي”۔ زمونږ په علم كښې دي چې ځينې مفاد پرسته عناصر د بي آئي اېس پي مستحقينو سره دهوكه كوي٬ ستاسو د ټولو شريكې هڅې او د پرله پسې نګرانۍ له امله ګيلې كمې شوې ۔ خط كښې ليكلې شوې د حضور اکرمۖ فرمان دے ” د اللہ كوم بنده چې د كنډو رنډو او بې سهارا مېرمنو او د كوم حاجت مند كس كار لپاره هڅې كوي د ھغه اجر او ثواب به د ھغه مجاهد وي څوك چې د الله په لاره كښې هڅې كوي”۔ خط كښې دې ليكلي چې د روژې د تقدس له مخې په يو سوله ايز ماحول كښې مستحقینو ته دا روپۍ رسول ستاسو وړومبې فرض دے٬ هيله لرم چې تاسو به د خېر دا كار د خدمت جذبې او د يو معيار له مخې ترسره كړۍ۔

مضمون کا ماخذ : رومن دولت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں