اسلام آباد 27 مئی (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان سره چين دوهم اولس مشر صدر وانګ شي چن شوي ملاقات اعلاميه جاري كړی شوې چې پكښې پاكستان او چين د ستراتېژېكي كوآپرېټو قوي كولو ته صلاح شوي دي ٬دواړو هېوادونو په ټولو څانګو له د اولسي رابطو د لارې د سياسي٬تجارتي او اقتصادي اړيكو لا زياتولو باندې اتفاق كړی۔د اتوار په ورځ د چين نائب صدر وانګ شي چن په خصوصي بلنه د پاكستان دوره وكړه او د دواړو هېوادونو د پلايؤ په كچه خبرې اترې وشوې۔د پاكستان او چين ترمينځه د سټراټېژېك كوآپرېټو پارټنر شپ قوي كولو ٬ په ټولو څانګو كښې د اړيكو ودې او د اولسي رابطو د لارې سياسي٬تجارتي او اقتصادي رابطو زياتولو ته هم صلاح شوي ۔په دې مهال وزيراعظم د خپلې چين دورې او د بېلټ اينډ روډ فورم په نتيجو د اطمينان څرګندونه وكړھ۔د وزيراعظم وېنا وه چې د بېلټ اينډ روډ پروژه د چين اولس مشر عظيمه منصوبه ده چې ورسره به سيمه كښې د پرمختګ نوې لارې پرانستلې شي او سيمه ايزې رابطې به زياتې شي۔وزيراعظم او د چين دوهم اولس مشر ملاقات كښې د مفاهم په يادښتونو لاس ليك هم اوشو او دغسې د سي پېك په راروان پړاؤ هم خبرې وشوې٬دواړه هېوادونه د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې د لارې د زرعي٬صنعتي٬سماجي پرمختګ په منصوبو لا كار كولو ته صلاح شول او د اقتصادي٬نجارتي او صنعتي زونزو په جوړولو يې زور راوړو۔اعلاميه كښې وئېلې شوي وزيراعظم د چين پاكستان اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ زياتولو هم ووئيل۔د چين دوهم اولس مشر په د تود هركلي او مېلمستيا د وزيراعظم مننه وكړه دغسې د سماجي اقتصادي پرمختګ او د اولسي پرمختګ تګلارې له د عزم پخلې اوشو۔دوهم اولس مشر د دواړو هېوادونو په شته رابطو اطمينان ښكار كړو۔د هغه وېنا وه چې د دواړو هېوادونو د قيادت په اعلٰی كچ رابطې ضروري دي او چين د دواړو هېوادونو ترمينځه د متوازن تجارت زياتول غواړي۔پاكستان سرمايه كاري زياتولو له ګامونه پورته كوي٬كلتوري او اولسي رابطې زياتولو له مېډيا او زلمو ته پام لرنه پكار ده۔اعلاميه كښې وئېلي شوي دواړو لارښودو د سيمې په اوسني پېشرفت هم خبرې اترې وكړی چې پكښې د ګاونديانو هېوادونو سره د امن ودې له د پاكستان د ګټه ور كردار ستائنه وشوه۔دوهم اولس مشر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابۍ وستائېلې۔وانګ شي چن د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د چين د اړخه د مرستې باور وركړو۔اعلاميه كښې وئېلي شوي د چين اولس مشر د پاكستان راتګ په مهال په پنځه لوظ نامو لاس ليك شوې او دغسې د مفاهم په يادښتونو هم لاس ليك شوې چې پكښې د پاكستان او چين معاشي لوظ نامه٬د كركيلې فريم ورك لپاره مرسته٬د قدرتي آفتونو په مهال آسانۍ او د بلوچستان په لسبيله سيمه كښې د پوهنتون د ترقۍ لوظ نامه شامل ده دغسې په پاكستان كښې د څلورو پروژو پرانسته هم وكړی شوه چې پكښې د 660 كے وي٬اېچ وي٬ډي سي٬ټرانسمېشن پراجېكټ د مټاري نه لاهور٬د رشكئي سپېشل اكنامك زون پراجېكټ٬د هواوے ټېكنيكل سپورټ سنټر او د كنفيوسويش انسټي ټيوټ يونيورسټي آف پنجاب شامل ده۔