اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاکټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دې د خپلې كابينې غړي علي محمد مهر په مړينه د ارواښاد كورنۍ سره په غمرازۍ كولو وزیراعظم عمران خان ته جاري شوې شوکاز نوټس د كوم تعجب نه دے٬ بلخوا د سندھ واكمن سركاري وسائل بې درېغه كارولو سره د ټاكنو نه وړاندې ټګي درغلي كوي ۔ د جمعې په ورځ خپل ټویټ كښې ډاکټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د سندھ حكومت د صوبائي وزيرانو انتخابي كمپائن لپاره باقاعده ډيوټۍ لګولې او په سلګوونو په شمېر نوکرۍ ، د سندھ وزیراعلی لخوا پېكېج او د پرمختيائي منصوبو اعلان شوې۔ دې ووئيل يو خوا د سندھ حكومت وزيران د ټاكنو كمېسون د قواعدو او ضابطو خلاف ورزۍ كوي نو بلخوا د پيپلز ګوند كانديد د سندھ حكومت په پروټوكول كښې خپل انتخابي كمپائن چلوي٬ دې ووئېل د ټاكنو كمېسون په دې بې ضابطګو ولې غلې دے او نوټس ولې نه اخستلې كېږي