د وزيراعظم د سماجي تحفظ٬ د غربت خاتمې خاص مرستيالې او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ډاكټر ثانيه نشتر خبري كنفرنس ته وېنا

image

اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د سماجي تحفظ٬ د غربت خاتمې خاص مرستيالې او د بېنظير انكم سپورټ پروګرام مشرې ډاكټر ثانيه نشتر وئيلي دي چې د احساس پروګرام له مخې د غربت خاتمې او د سماجي تحفظ چې كوم پروګرام پېل كړے شوے٬ د سود نه بغېر قرض٬ د هنر تعليم او د اثاثو منتقلي د دې درې لوي اړخونه دي٬ د رورل سپورټ پروګرام او اخوت پشمول نورې حكومتي ادارې او د 22 نه زياتې اېن جي اوګانې د احساس پروګرام برخه دي٬ د دې پروژې څخه به په څلور كلونو كښې يو كروړ 61 لكه خلق استفاده وكړې شي٬ د 65.42 اربه روپو سره به د ټولنې غريب طبقې لپاره د خېر ښېګړې اقدامات كولې شي٬ د پروګرام له مخې به هره مياشت 80 زره خلقو ته د سود نه بغېر قرض وركولې شي او د نيوټېك د لارې به د لكونو په شمېر خلقو ته هنر وركولې شي٬ هره مياشت به يو نوې پروګرام راوړو كوم به چې د سماجي تحفظ د يوې جامع پروژې برخه وي۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال هغې ووئيل چې وړوكي قرض د غريب وګړي په ژوند كښې انقلاب راوستلې شي او پرون د جمعې په مباركه ورځ وزيراعظم عمران خان د دې پرانسته كړې۔ دا د سماجي تحفظ د جامع پروژې پېل كېدل وو٬ په يو وخت په 391 سيمو كښې په دستورو كښې داسې غريب او مستحق كسانو ته د سود نه بغېر قرض وركړے شوے كوم چې د خپلې كورنۍ كفالت كوي او خپل كاروبا پراخه كول غواړي۔ هغې ووئيل چې په د اسلام آباد په ابياره ماركيټ كښې چېپس خرڅوونكي يو تن ته چې كله دا قرض وركړے شو نو هغه ووئيل چې په دې به هغه خپل كاروبار پراخه كړي او د لېمن سوډا كاروبار به پېل كړي۔ دغسې په بري امام كښې د پخلي كار كوونكي ووئيل چې هغه به خپل كاروبار دې پېسو سره پراخه كړي او خپل امدن زياتولو سره به په احساس پروګرام كښې خپله برخه اچوي۔ د يو موبائيل جوړونكي ځوان احساسات هم داسې وو۔ په كراچې كښې يوې مېرمنې كومې چې د څاروو ښائسته كولو څيزونه جوړول ٬ هغې هم د داسې جذبې څرګندونه كړې٬ دا لږه غوندې سرمايه د غريبانو په كورونو كښې انقلاب راوستلې شي۔ د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې مانېټرنګ او سپېځلتيا د دې پروګرام ځانګړتيا ده۔ هغې ووئيل چې د بي آئي اېس پي او د بېت المال 600 دفترې په كار راوستلو سره به يو ډېټا بانك جوړولې شي او د سود نه بغېر د قرض تفصيلات به راغونډولې شي۔ هغې ووئيل چې د سپېځلتيا او د ګورننس نه بغېر يو پروګرام هم ګټور نه شي جوړېدے۔ هغې ووئيل چې ډېر زر د 30 ادارو د ګورننس په اړه يوه پاليسي راوړو او په دې اړه به راتلونكې اونۍ بريفنګ وركړے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې رېړې چلونكو لپاره وزيراعظم سي ډي اے ته هدايات جاري كړي دي چې دغسې دوي ته كاروبار لپاره ځائ وركړے شي۔ هغې ووئيل چې د اوسنيو ادارو د شمېرو له مخې 24.8 فيصده خلقو تره غريب وئيل كېدے شي۔

مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں