کویت پاکستان څخه د افرادی قوت غوښتلو لپاره په مفاهمتی یادښت لاس ليك كولو ته په اصولی توګه سلا شو

image

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پی پی) کویت د پاکستان څخه د افرادی قوت غوښتلو لپاره په مفاهمتی یادښت لاس ليك كولو له په اصولی توګه سلا شوې دې ۔ د وزیر اعظم د سمندر پوري پاکستانیانو خاص مرستيال ذوالفقار بخاری او د کویت د اکنامك افیئرز وزیر مریم هاشم ترمينځه د ابوظهبی خبرو اترو په 5مه وزارتی غونډه كښې دا سلا راغلي۔ د سمندر پورې پاكستانيانو وزارت اعلیٰ آفیسر اے پی پی سره په خپلو خبرو كښې ووئيل کویت پاکستان څخه به د صحت،تعلیم،زراعت او تعمیرات په اړه افرادی قوت غواړي او د مفاهمت یادښت نه پس به د کویت لیبر مارکیټ د پاکستان افرادی قوت لپاره پرانستلې شي۔ابوظهبی كښې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو اعلیٰ چارواكو د پاکستانیانو لپاره د کویت ویزا پراسس آسانولو ته سلا شوي دي

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں