د وزيراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا د پوليو مخ نيوي غونډې ته خطاب

image

اسلام آباد 22 اکتوبر (اے پی پی) د وزيراعظم د قامې روغتيا خاص مرستيال ډاكټر ظفر مرزا وئېلي دي د پوليو ختمولو هڅې به لا ګړندۍ كولې شي٬د پوليو مخ نيوي څاڅكو څخه انكار كوونكو تحفظات لرې كول او د صحت خذمات به باوري كولې شي٬اړوند چارواكي دې د خبرتيا كمپائن روان اوساتي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د پوليو مخ نيوي اعلٰی كچ غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د كاناډا هائي كمشنر٬ د يونيسف كنټري هېډ٬ د بل ملينډا ګيټس فاؤنډېشن ډائرېكټر او نورو ټېكنيكل كسانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د 4 نومبر څخه پېل كېدونكې د پوليو مخ نيوي كمپائن تيارو په اړه بريفنګ وركړې شو او په غونډه كښې د پوليو په اوسني صورتحال غور اوشو۔غونډې ته ډاكټر ظفر مرزا ووئيل د پوليو ختمولو هڅې به لا تندولې شي۔ده د پوليو په كيسونو كښې په زياتوالي د تشويش څرګندونې سره اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې د خبرتيا كمپائن روان اوساتئ۔ده د پوليو ختمولو او احساس پروګرام كښې د همكارۍ په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د روغتيا او سماجي تحفظ معاونت كښې دې پېشرفت باوري كړی شي۔ده سپارښتنه وكړه چې په پاكستان كښې دې د پوليو مثبتې هلې ځلې باوري كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں