خپل عمل څخه مولانا فضل الرحمن ثابته كړې چې ھغه يوازې د اسلام ټهېكداري غواړي او د اسلام اصولو سره هغه هېڅ كار نه لري

image
APP69-21 LAHORE: October 21- Special Assistant to PM on Information and Broadcasting Dr. Firdous Ashiq Awan talking to media persons during press conference. APP photo by Mustafa Lashari

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د وزیراعظم د اطلاعاتو او خپرونو سلاحكارې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې وزیراعظم عمران خان نن هم د پاكستان د اولس او په نړۍ كښې مقبول ترين لارښود دې ٬ كله چې د دين يو عالم لوظ ماتي نو ھغه دوه چنده او د بخښنې وړ جرم نه وي٬ خپل عمل څخه مولانا فضل الرحمن ثابته كړې چې ھغه يوازې د اسلام ټهېكداري غواړي او د اسلام اصولو سره هغه هېڅ كار نه لري٬ د كوم بغاٶت چې په جلسه كښې اعلان شوې دا آئين سره غداري ده٬ شهباز شريف او بلاول بهټو نن مولانا خپل ليډر تسليم كړو او دا ئې ثابت كړه چې د ھغوي په غږ اولس لېبك لپاره تيار نه دي٬ د مېليونه ادعا كوٶنكو د مېلونه ګردان سا وركړه او خپله پاور شو ښودلو كښې پاتې راغلل٬ خپله د سېكولر ګوند ادعا كوٶنكي پيپلز ګوند او عوامي نېشنل ګوند عمران خان سره د بغض، حسد او په عناد كښې يو ځائ شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د جمعې په ورځ خپل ويډيو پېغام كښې كړې۔ دې ووئيل وزیراعظم عمران خان نن هم د پاكستاني اولس او د نړۍ مقبول لارښود دې ۔ دې ووئيل نن قام لوظ لويه خلاف ورزي ليدلې ٬ اسلام د لوظ ترسره كولو درس وركوي خو مولانا فضل الرحمن نن د هر ډول لوظنامې سره د تعلق نه لرلو اعلان وكړو٬دې ووئيل زه دا ګڼم چې څوك يو انسان سره لوظنامه وكړي نو د ھغې پالنه كوي خو چې كله د دين يو عالم خپل لوظ مات كړي نو د هغه جرم دوه چنده او د معافۍ جوګه نه وي ځكه چې لوظ ماتول ٬ خلاف ورزي كول او د خپل لوظ نه د مفادو لپاره په شا كېدل د اسلام د بنيادي اصولو نفي كوي او دا يو لوے جرم دے۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل ټول قام وليدل چې كوم كس د اسلام او دين په نامه خلق بې لارې كولو لپاره راوتې دي ھغه د خپل عمل نه ثابته كړه چې ھغه يوازې د اسلام ټهېكداري غواړي د اسلام اصولو سره ھغه هېڅ كار ن لري ځكه چې په كوم ډول ھغه د خپل لوظ خلاف ورزي كړې او د بغاون اعلان ئې كړې دا آئين سره غداري ده او دا ثابتوي چې په كوم پارلمان كښې ھغه خپله وي ھغه پارلمان حلا ل او چې كوم كښې خپله نه وي ھغه حرام پارلمان وي۔ دې وئيل د دوه سياسي ګوندونو مشرانو شهباز شريف او بلاول بهټو هم مولانا فضل الرحمن نن خپل ليډر تسليم كړې او دا ئې ثابت كړې چې د ھغوي

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں