اولس دې د كورونا وائرس د څلورمې چپې مخ نيوي لپاره په احتياطي تدابيرو په سختۍ سره عمل وكړي٬مونږ د لاك ډاؤن د لارې معيشت تباه كول نه غواړو۔د وزيراعظم عمران خان د”ستاسو وزيراعظم تاسو سره”په پروګرام كښې د اولس د نيغ په نيغه پوښتنو ځواب

image

اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې اولس دې د كورونا وائرس د څلورمې چپې مخ نيوي لپاره په احتياطي تدابيرو په سختۍ سره عمل وكړي٬مونږ د لاك ډاؤن د لارې معيشت تباه كول نه غواړو٬كورونا او معيشت دواړه مهم دي ځكه په دې لړ كښې سوچ فكر سره حكمت عملي جوړول دي۔په سندھ كښې به د لاك ډاؤن له امله خلك وځپلې شي٬كه وسيلې نه وي نو مزدور طبقه لوږې سره مخ كېدې شي٬د نور مقدم په كيس كښې تورن كه هر څومره طاقتور وي٬د سزا څخه به بچ نه شي۔د حكومت په پنځه كاله پوره كېدو به د هېواد حالات بدل وي٬پاكستان په خپلو پښو ودرېدونكې خپلواكه هېواد جوړول غواړو٬مونږ راتلونكو نسلونو لپاره د قانون د حكمرانۍ جنګ كوو٬بدعنوان عناصر د حكومت بليك مېل كولو هڅې كوي٬خو په كرپشن به هېڅ سودا ونه كړې شي٬مونږ به په هېواد كښې په راتلونكو لسو كلونو كښې د دوه لويو بندونو پشول لس بندونه جوړو٬د برېښنا ټرانسمېشن لائنونه ښه كولې شي٬په بيعو كښې د اضافې مخ نيوي لپاره 800 نوي سټورېج جوړؤ۔د اتوار په ورځ د “ستاسو وزيراعظم تاسو سره”په پروګرام كښې د ټېلفون كالز او د سوشل مېډيا پېغاماتو د لارې اولس سره نيغ په نيغه خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د پروګرام په پېل كښې تر ټولو اول په كورونا خبره كول غواړم ځكه چې په دې وخت كښې په پاكستان كښې د كورونا څلورمه چپه راغلے٬د هند ويرينټ ډېلټا تر ټولو خطرناك دې او په تندۍ سره خپرېږي٬ده ووئيل چې په تېر وخت كښې لوے څښتن په مونږ خاص كرم كړې او مونږ د سختو خو په وخت پريكړو سره خپل اولس او معيشت د كورونا څخه بچ كړې۔ده ووئيل چې د پاكستان د اقداماتو په نړيواله كچه ستائنه شوې او نړيوال اقتصادي فورم په خپل رپورټ كښې وئېلي دي چې د كورونا وبا په ضد د غوره اقداماتو كونكو هېوادونو په لسټ كښې پاكستان په درېم لمبر دے۔ده وئيل چې په دې لړ كښې غوره كاركردګي كونكي نور دوه هغه هېوادونه دي د كومو آبادي چې كمه وه خو مونږ د 22 كروړه نه زياته آبادي د دې سخت صورتحال نه راويستلې۔وزيراعظم عمران خان ووئيل چې اېن سي او سي د سائنسي تحقيق په بنياد پريكړې كړې دي او قوم هم د حكومت او ادارو ملګرتيا كړې۔په دې د قوم مننه كوم۔ده ووئيل چې د تېرې روژې په مهال په ټوله نړۍ كښې جوماتونه بند و خو په پاكستان كښې علمائے كرامو په اېس او پيز عمل كولو سره په جوماتونو كښې د عبادت لړۍ روانه ساتلې وه۔ده ووئيل چې د كورونا څلورمې چپې په اړه قوم ته خواست دے چې هغه دې اېس او پيز په سختۍ سره عملي كړي٬د ماسك استعمال دې لازمي وكړي ځكه چې په پرانستو ځايونو كښې خو ګزاره كېدې شي خو په بند كوټو كښې چرته چې زيات خلك وي٬بايد تل ماسك واغوستلې شي۔د نجي ټي وي چينل خبريال حبيب اكرم سره په خبرو كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د آزادې مېډيا څخه يرېدونكو واكمنو ته قانون ماتول وي ځكه دوي يره لري يا كرپټ چارواكي د آزادې مېډيا څخه يرېږي۔ ده ووئيل چې كه ما غلا كړې وي نو بيا به د آزادې مېډيا څخه يرېږم۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل چې بايد د مېډيا كار مثبت وي بايد د غلطو اطلاعاتو څخه ډډه وكړې شي۔ ده ووئيل چې كوم هم هېواد لپاره د رائې د اظهار آزادي لوي نعمت دے٬مېډيا دې د مثبت تنقيد د لارې د حكومت او ادارو د كاركردګۍ په ښه كولو كښې مرسته وكړي۔په سوشل مېډيا د طلحه طالب د سركاري سرپرستۍ نه بغېر په اولمپېكس كښې د ځانګړې كاركردګۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې لوبو ته چې كوم وخت وركول پكار و هغه مې ورنه كړې شو۔ د معيشت او نورو ستونزو له امله دا وخت ورنه كړې شو۔ما د لوبو په باره كښې ښه علم لرلو٬د كركټ٬هاكۍ او سكواش عروج مې كتلې٬ د لوبو په څانګه كښې د وروستو پاتې كېدلو بنيادي وجه د دوه كورنيو حكومت دے كومو چې ادارې تباه كړې دي۔ دوي په نېب كښې د خپلې خوښې كسان كېښنولو سره نېب تباه كړې خو زمونږ په دور كښې نېب په لويو خلكو لاس اچولې۔وزيراعظم ووئيل چې د لوبو په څانګه كښې مونږ نړۍ سره مقابله كوله٬نړۍ خپلې نوې ذريعې كارولو سره مخ په وړاندې روانه ده۔ زمونږ مسئله د لوبو ادارې نه جوړول دي٬په سكواش كښې د جان شېر او جهانګير خان نه پس دا لوبه زمونږ د لاسه ووتله ځكه چې مونږ د سكواش اداره جوړه نه كړه٬مونږ ته ادارې جوړول دي٬په راتلونكو دوه كلونو كښې به دې ته پوره پام كوو۔ ده ووئيل چې د نظام ښه كېدو په وجه نيوزي لينډ هند ته ماتې وركړې٬مونږ د يونين كونسل په كچه د مېدانونو جوړولو پريكړه كړې٬مونږ به ورو په ورو نظام سم كړو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د نور مقدم كيس د وړومبۍ ورځې نه په خپله ګورم د دې مې ټول تفصيل ترلاسه كړې٬دا خوفناك كيس دے٬دا پېښه د كور د ټولو كاركونكو په وړاندې شوې٬خلك د قاتل د بچ كېدو خبرې كوي كومې چې سمې نه دي۔په دې كښې شك نشته چې هغه د بل هېواد وګړے هم دے خو بچ به نه شي۔ده ووئيل چې د افغان سفارتكار د لور كيس مې هم د خپلې لور پشان كتلې٬پوليسو د هر يو اړخ تفتيش كړې٬په دې پوليسو ته مباركي وركوم۔د نور مقدم په كيس كښې مې هم يو يو څيز ګورو۔د طاقتور نه طاقتور به هم د سزا نه بچ نه شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې عمران خان ووئيل چې د پاكستان اولس دې په دې موسم كښې يوه اونه ضرور ولګوي او د دې خيال دې هم وساتي٬په هېواد كښې اونې پريكولې شي٬مونږ د خپلو راتلونكو نسلونو فكر نه دې كړې٬زمونږ په هېواد كښې د څو موسمونو پشمول د لوے څښتن بې شمېره نعمتونه دي٬لس اربه اونې مونږ خپلو نسلونو لپاره لګوو٬په دې كښې دې اولس په بشپړه توګه ګډون وكړي۔وزيراعظم ووئيل چې په دريو څلور ځايونو به د شجركارۍ دا كمپائن چلوو٬د آزا كشمير په ټول ټاكنو كښې د درغلۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل چې په ټاكنو كښې د درغلۍ د شكاياتو يواځنې حل اليكټرانك ووټنګ مشينونه دي٬حكومت په دې لړ كښې كار كوي٬د اپوزېشن څخه مو تجويزونه غوښتي خو دوي نه دي راكړې۔په آزاد كشمير كښې د مسلم ليګ(ن)د حكومت له مخې ټول ټاكنې شوې دي٬هلته د ټاكنو د كمېشن يو غړې د وزيراعظم خپلوان و٬ په كركټ به مونږ د غېر جانبدار ايمپائر نشت والي له امله ماتې نه منله٬مونږ غېر جانبداره ايمپائر لپاره كمپائن وچلولو٬په كال 1986 كښې مونږ ټول عمر ځل غېر جانبدار ايمپائر راوستلو٬اوس څوك د ماتې په اړه تور نه لګوي٬زمونږ وړومبې حكومت دې كوم چې انتخابي اصلاحات كول غواړي چې دغسې انتخابي عمل سم شي۔مونږ دې نتيجې ته رارسېدلې يو چې د اليكټرانك ووټنګ مشيونونو نظام راوړلې٬دا د ټولو ستونزو حل دے٬مونږ په دې ډېره خواري كړې۔د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت دا مشينونونه تيار كړې هم دي مونږ غواړو چې د مېډيا او بار كونسلو ټولې ټاكنې د دې له مخې وشي۔وزيراعظم ووئيل چې د امريكې په صدارتي ټاكنو كښې د نظام په وجه د اوباما د درغلۍ تورونه ثابت نه كړې شول۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم ووئيل چې ګراني زمونږ حكومت لپاره هم د تكليف وړ ده٬د روپۍ په قدر كښې كمې هم د دې يوه وجه ده كوم چې په مصنوعي توګه د تېر حكومت په دور كښې ساتلې شوې۔ده ووئيل چې ج كسان په پېداوار او په ښار كښې ريټيل خرڅ په بيعو كښې ډېر لويې فرق دے٬دې لپاره 800 نوې سټورېج جوړوو٬دې لپاره كسان كارډ هم معرفي كولې شي۔وزيراعظم ووئيل چې سره د ټولو ستونزو پاكستان په نړۍ كښې تر ټولو ارزان هېواد دے٬د پیټرول بيعې په درآمد كونكو هېوادنو كښې تر ټولو كمې دي٬مونږ د خوراك او څښاك څيزونو د بيعو كمي لپاره هڅې كوو۔په دې لړ كښې هره اونۍ غونډه كوو۔وزيراعظم اعتراف وكړو چې تنخادار طبقه په بيعو كښې د اضافې له امله ستونزو سره مخ ده خو د دوي په تنخاګانو كښې اضافه شوې٬صنعتي ادارو ته هم وايو چې د خپلو ملازمينو تنخاګانې زياتې كړي۔ده ووئيل چې په هېواد كښې د تعميراتو په څانګه كښې بهتري راغلے٬د ټېكس د لارې به په آمدن كښې اضافه وشي نو تنخادار طبقې ته به هم لا مراعات وركړو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کی پیش گوئی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں