سياسي معاملات په خپل ځاے خو بايد (ن)ليګ او پيپلز پارټي په مهمو چارو خبرو اترو ته كېښني٬په هېواد كښې د ويكسي نېشن عمل په تندۍ سره روان دے٬د سندھ حكومت دې كاركردګي ښه كړي٬سره د كورونا د هېواد معيشت په سم لوري روان دے۔چوهدر فواد حسېن

image

اسلام آباد03 اګست(اے پی پی)د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي سياسي معاملات په خپل ځاے خو بايد (ن)ليګ او پيپلز پارټي په مهمو چارو خبرو ته كېښني٬مونږ دريځ لرو چې كوم خلك په پارليمان كښې دننه دي هغوي دې د خپل ګوند مشري وكړي٬په انتخابي اصلاحات كه اپوزېشن اعتراض لري نو خپل وړاندېزونه دې وركړي٬په انتخابي اصلاحات به په پارليمان كښې دننه د اپوزېشن مشرانو سره خبره كېږي په تښتېدو نه٬نواز شريف٬مولانا فضل الرحمان او مريم نواز د پارليماني نظام برخه نه دي٬دوي نظام خرابول غواړي٬په هېواد كښې د ويكسي نېشن عمل په تندۍ سره روان دے٬د سندھ حكومت دې كاركردګي ښه كړي٬سره د كورونا د هېواد معيشت په سم لوري روان دے٬د حكومت د موثره پالېسو په نتيجه كښې د صنعت څانګه وده مومي٬سږ كال به ځوانانو ته 315 اربه روپۍ قرض وركولې شي٬د پومبې د يو من امدادي بيعه پنځه زره روپۍ ټاكلې شوې٬د وزيراعظم هاؤس پوهنتون لپاره 32 اربه روپۍ بېلې كړی شوي٬د جون او جولائي په مياشت كښې د برېښنا په طلب كښې 20 فيصده زياتوالے شوے٬كابينې د وزيرانو په تنخاګانو كښې د اضافې تجويز مسترد كړے٬د سعودي څخه 28 پاكستاني بنديوانان هېواد ته رارسېدلي٬وفاقي كابينې مجاهد پروېز امريكې ته د سپارلو منظوري وركړې٬د ټاكنو كمېشن ممبرز ټاكنې لپاره به وزيراعظم د اپوزېشن لارښودو ته خط ليكي ۔ده دا خبرې د نهې په ورځ دوزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې د غونډې نه پس مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل كراچۍ او حېدر آباد په ويكسي نېشن كښې ډېر وروستو دي٬بايد د سندھ حكومت خپله كاركردګي ښه كړي٬له بده مرغه په پاكستان كښې په هره څانګه كښې د سندھ حكومت تر ټولو وروستو دے٬سندھ ډېره مهمه صوبه ده او د لويې آبادۍ مسكن دے۔د وفاقي حكومت اختيارات دے چې هغه د صوبو پام كاركردګۍ ته راوګرځوي۔د دې مقصد هم دا وي چې د صوبې د اولس بهترۍ لپاره اقدامات وكړې شي۔چوهدري فواد حسېن ووئيل د كابينې د غونډې په پېل كښې وزيراعظم ته ووئيل شول 28 پاكستاني بنديانان هېواد ته رارسېدلي٬دا د وزيراعظم د هڅو برخه ده٬تراوسه د سلګونو په شمېر بنديوانان هېواد ته رارسېدلي۔دا هغه بنديوانان دي كوم چې په وړو جرائمو كښې ككړ وو۔ده ووئيل يوازې عمران خان سمندر پورې پاكستانيانو او په خاص توګه مزدورې طبقې لپاره درد لري۔ده ووئيل د دې څخه وړاندې به سفارتخانو ته خلك داخلېدو ته نه پرېښودلے كېدل ٬مونږ په غفلت كولو په سعودي كښې د ټول سفارت په ضد كاروائي وكړه او عمله مو معطل كړه۔ د خارجه دفتر واضحه هدايات دي چې كاركردګۍ تر ټولو مهم معيار دے چې بهر مېشته پاكستانيان د دوي په باره كښې كوم سوچ لرلي٬د قونصلر او سفارتكارو فرض دي چې دوي بهر مېشته پاكستانيان د خپل كور خلك وګڼي۔د پاكستاني سفارت فرض دي چې د دوي عزت او احترام وكړي۔د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې د اليكټرانك ووټنګ مشين په اړه د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير شبلي فراز او د پارليماني چارو صلاحكار ډاكټر بابر اعوان خبره كړې ۔ده ووئيل په انتخابي اصلاحات مونږ اپوزېشن سره خبرې كوو۔د سېنېټ كمېټۍ ابتدائي غونډه هم كړې٬مونږ اپوزېشن سره معاملې مخ په وړاندې بوځو٬مونږ د انتخابي اصلاحاتو لپاره خپل 49 تجويزونه وركړي چې پكښې د اليكټرانك ووټنګ مشين تر ټولو مهم تجويز دے ٬ مونږ سمندر پورې پاكستانيانو ته د ووټ حق وركول غواړو۔اوس دې اپوزېشن هم زمونږ د تجويزونو سره اتفاق وكړي ٬ كه دوي دې سره اتفاق نه لري نو خپل تجويزونه دې وركړي۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د ممنوعه او غېر ممنوعه وسلې لائسنس اجرا په اړه د ممنوعه وسلې د لائسنس د اجرا اختيار د كورنيو چارو وزير يا سېكرټري او د غېر ممنوعه وسلې لائسنس د اجرا اختيار وزير٬د كورنيو چارو سېكرټري يا اېډېشنل سېكرټري(اېډمن)ته د وركولو د تجويز منظوري وركړې۔دا اختيار اول وزيراعظم سره ؤ اوس دا اختيار د كورنيو چارو وزارت ته وركړے شوے۔وفاقي وزير ووئيل كابينې د امريكې حكومت په درخواست د فراډ په مقدمه كښې مطلوب مجاهد پروېز امريكې ته د سپارلو منظوري وركړې٬په مجاهد پروېز د كرپشن او د قانون ماتولو تورونه دي۔ده ووئيل وفاقي كابينې د آئين آرټيكل 51 د شق 3 له مخې په قامي اسمبلۍ كښې د بېلا بېلو صوبو د چوكو د تقسيم په معامله غور كولو سره پريكړه كړې چې د سر شمېرۍ په عبوري او حتمي شمېرو كښې كوم خاص فرق نه دے رامخې ته شوے ځكه د دې چوكو په تقسيم كښې د بدلون كولو ضرورت نشته۔وفاقي وزير ووئيل وفاقي كابينې د اقتصادي رابطه كمېټۍ د 16 جولائي كال 2021م په غونډه كښې د شوو پريكړو توثيق كړې۔ ده ووئېل كابينې ته د كامياب پاكستان پروګرام په اړه بريفنګ وركړے شوے۔د دې تفصيلات شوكت ترين صاحب د وړاندې نه هم وركړي۔ځوانانو كروندګرو او هغې طبقې ته كومو چې د وړاندې قرض نه دے اغستے هغوي له به 315 اربه روپۍ وركولې شي٬كامياب پاكستان پروګرام به د اګست په 9مه نېټه پېل كولې شي۔وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم هاؤس نجي دستورو لپاره د پرانستلو معامله موخر كړې شوې٬د وزيراعظم هاؤس په خوا كښې به پوهنتون جوړولې شي ٬ دې لپاره 32 اربه روپۍ د وړاندې نه بېلې كړی شوي۔د دې بل هم د سائنس او ټېكنالوجۍ وزير په حېث ما په اسمبلۍ كښې وړاندې كړے ؤ

مضمون کا ماخذ : loteria de Minas Gerais
متعلقہ مضامین
مزید خبریں