پېښور 06 اګست (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان او د پوځ سرلښكر جنرل قمر جاوېد باجوه د جمعې په ورځ د پېښور كور هېډكوارټر دوره كړې۔ګورنر او د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰی هم د وزيراعظم سره وو۔د آئي اېس پي آر له مخې كور هېډكوارټر ته په رسېدو وزيراعظم د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو۔په دې موقع وزيراعظم د امنيتي صورتحال٬د استحكام راوستلو كاروائيو٬په پاك افغان پوله د ازغن تار لګولو او نوو ضم شوو ضلعو كښې د سماجي پرمختګ منصوبو په حقله خبر كړے شو۔وزيراعظم په پاك افغان پوله د امنيت بدل شوي صورتحال مخ نيوي لپاره منصوبه بندۍ څخه هم خبر كړے شو۔وزيراعظم د پاكستان كوټلي بارډر منيجمنټ رجيم افاديت او د پولې كوټلې كنټرول او داخلي سلامتيا باوري كولو لپاره په عملي اقداماتو د اطمينان څرګندونه وكړه۔وزيراعظم د خېبرپښتونخوا نوو ضم شوو ضلعو كښې د سماجي او اقتصادي پرمختګ پروژو بشپړولو لپاره په ښه چاپېرچل د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه۔وزيراعظم د كورونا ٬ قحطې ملخانو پوليو مخ نيوي كمپائن او د اونو نالولو په مهال د سول انتظاميې په مرسته كولو هم د فارمېشن كردار وستائېلو