پېښور۔6 اګست(اے پی پی):وزیراعظم عمران خان د جمعې په ورځ پېښور كښې مغل دور كښې د جوړې شوې تاريخي ودانۍ علي مردان خان وېلا دوره وكړه۔ په دې موقعه د خېبر پختونخوا ګورنر شاه فرمان او د اعلی وزير محمود خان په شمول عسكري او د آثار قديمه څانګې چارواكي هم موجود وو۔ وزیراعظم ته د علي مردان وېلا د تعمير او رنګ روغن په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم عمران خان د ياد شوې ودانۍ بحالۍ او رنګ روغن لپاره د آركيالوجي څانګې هڅې وستائلې۔ هغه ووئيل مونږ له به د خپلې كلتوري ورثې حفاظت كولو سره خپل راتلونكي نسلونه د خپلې ځلېدونكې ماضي نه خبرول وي۔ دا خبره دې ياده وي چې علي مردان وېلا په 11 كور آرمي هېډكوارټر كښې دننه ده۔ دا وداني د مغل حكومت په دور كښې علي مردان خان ٬ كوم چې د مغل بادشاه شاهجهان دور نوموړے سپه سالار ؤ ٬ انجينئر او د كشمير٬ كابل او لاهور ګورنر پاتے شوے ؤ په 17 مه پېړۍ كښې جوړه كړې وه۔ د كال 2015 نه وړاندې دې ودانۍ پام شوے نه ؤ ځكه دې د يو كھنډر منظر وړاندے كولو۔ آركيالوجي څانګې د پاك پوځ په مرسته كال 2015 كښې د دې بحالۍ او رنګ روغن كار پېل كړو كوم چې اوس بشپړ شوے دے۔ دا تاريخي وداني د علي مردان خان نه وروسته د سكھ دور كښی فرانسيسي نژاد كلاوډ آګسټ خپله استوګنه جوړه كړه او د 1827 نه تر 1843 دلته پاتے شو۔ دې نه وروسته په 1847 كښې لېفټنټ جنرل سرجارج لاورنس كوم چې د پېښور اولنے ډپټي كمشنر ؤ دا وداني په سركاري استوګنه كښې بدلولو سره خپلې كورنۍ سره دې كښې وسېدلې پېل كړل۔ وروسته لېفټننټ جنرل هېری بټ هم دې تاريخي ودانۍ كښې پاتے شو۔ دې سره سره دا وداني د يو ريكارډ روم په توګه هم كارولې شوې ده