سكرین ټورازم د پاكستان مثبت تاثر او كلتور رامخې ته كولو كوټلي ذریعه ده،د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب آسټریلیا ته تلونكي نېشنل امیچور فلم فیسټیول ایوارډ لپاره هائی اچیورز ته وينا

image

اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب وئيلي دي چې حكومتی اقدامات او فلم انډسټری له وركړې شوي مراعات څخه هيله لرو چې راروانو لسو كلونو كښې به دا څانګه د ګاونډي هېوادونو په مقابله كښې وي،فلم سازۍ له د ټیكس څخه استثنیٰ سره د دې څانګي صنعت به بحال شي،متوسط طبقي تفریح لپاره سینما ګھر دي د خپل ټكټ بيعه كمه كړي، سكرین ټورازم د پاكستان مثبت تاثر، كلتور رامخې ته كولو يوه كوټلي ذریعه ده،حكومت د 2 اربه روپۍ لګښت سره فلم فنانس فنډ جوړ كړې ٬ د دې فنډ سره به فلم سازی،دستاویزی فلمونو او ډرامي جوړولو فنډنګ كولې شي۔د اتوار په ورځ وفاقی وزیري مرېم اورنګزیب آسټریلیا ته تلونكي نېشنل امیچور فلم فیسټیول ایوارډ لپاره هائی اچیورز ته وينا كښې ووئيل د 1970 نه تر 2000 په مهال د پاكستان فلم انډسټری پرمختګ كړې۔دي ووئيل 2000 نه پس فلم انډسټری كښې د پرمختګ مزل شوې،لوئ میډیا هاؤسز په انفرادی ډول فلمونه جوړ كړي چې ورسره د فلم انډسټری بحاليدل پيل شوي،سینما ګھر نه لرلو په و جه فلم انډسټری كښې نور پرمختګ نه دې شوي،ملټی سكرین سینماز د ګراني بيعي له امله د عام وګړو د فلم كتل يو چیلنج جوړ شوي۔دي ووئيل په كال 2017 كښې حكومت وړومبې فلم پالیسی جاری كړه،فلم پالیسۍ كښې فلم، ډرامه، موسیقی بحالۍ وژن وركړې شوي ،كال 2018 كښې مونږ فلم پالیسی په بجټ كښې شامل كړه،تيركال كله چې بيا حكومت ترلاسه شو نو د اطلاعات وزارت ترمخه فلم ډویژن پيل شو۔مرېم اورنګزیب ووئيل دا مهال د پاكستان په فلم انډسټری زیرو ټیكس دې،فلم جوړونكو په آمدن ټیكس استثنیٰ ترلاسه ده ،آلات درآمد، فلم میكنګ، سینما، پروډكشن په اړه د آلات په درآمد ټیكس زیرو دې۔مرېم اورنګزیب ووئيل كارپوریټ سیكټر فلم لپاره روپۍ وركړي نو د ټیكس كریډټ اخستلې شي،فلم میكنګ كښې كنټری بیوشن یا فنډ وركونكو ته هم ټیكس څخه استثنیٰ ترلاسه ده،موجوده حكومت د فلم په څانګه كښې لوئ مراعات وركړې دي، حكومت پاكستان فلم فنانس فنډ پيل كړې،حكومت پاكستان 2 اربه روپۍ فلم فنانس فنډ اعلان كړې دې، مرېم اورنګزیب ووئيل حكومت فلم، ډاكومنټری او ډرامه په جوړولو به فنډز وركوي،سینما ګھري لسو كلونو له ټیكس فری كړې شوي۔مرېم اورنګزیب ووئيل د سینما ګھرو په آمدن هم كوم ټیكس نه دې لګولې شوي ،عام اولس ، متوسط او لاندي طبقے لپاره د تفریح كومه ذریعه نشته،دغه كسانو مولا جټ نه دې كتلې چا چې تير مولا جټ اخوا كړې ؤ، مرېم اورنګزیب ووئيل د سینما په آمدن هم په بشپړه ډول ټیكس استثنیٰ ترلاسه ده۔مرېم اورنګزیب ووئيل سعودی عرب، تركیې، ایران او قطر پشمول ګاونډي هېوادونو نوي فلم انډسټریز جوړي كړي،فلم فنانس فنډ كیپیټل انوسټمنټ په وجه پیدا شوي خلا كو به كمه كړې شي۔مرېم اورنګزیب ووئيل پی ټی وی، ریډیو پاكستان او انفارمیشن سروس اكیډمی كښې دننه تريبه كېږي ،فلم په څانګه كښې 5 نه تر لس كلونو لپاره ډير مراعات وركړې شوي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں