د سي پېك د لارې په دريو كالو كښې چين مهم پارټنر جوړ شوے٬ مونږ د سي پېك له مخې د توان منصوبو ته ترجيح وركړې۔ د وفاقي وزير احسن اقبال سېمينار ته وېنا

image

اسلام آباد 18 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د سي پېك د لارې په دريو كالو كښې چين مهم پارټنر جوړ شوې٬ د توان په بحران قابو موندلو لپاره مونږ د سي پېك له مخې د توان منصوبو ته ترجيح وركړې٬ د سي پېك مرسته په بنيادي جغرافيائي او سياسي دائره كار كښې منتقل شوې٬ پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف دا منصوبه پېل كړې۔ ده دا خبره د آئي پي آر آئي تر اهتمام لاندې د سي پېك لس كلنو دستورو پحقله سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړه۔ د سېمينار موضوع د “سيمه ايزو رابطو ګېټ وے” وه۔ ده ووئيل پاكستان د دريو منطقو په سنګم پروت دے٬ د جولائي په 5مه نېټه كال 2013 كښې د سي پېك د تفاهم يادښت لاسليك شوے٬ سي پېك سره نزدې ملګرے هېواد چين په دريو كالو كښې مهم پارټنر جوړ شوے۔ ده ووئيل سي پېك څخه 8000 زره مېګاٶاټ برېښبنا پېدا شوې٬ پاكستان د توان په څانګه كښې په خپلو پښو ودرېدلے ٬ د توان نه پس د انفراسټركچر منصوبې د سي پېك له مخې منظور كړې شوې٬ د چين په اشتراك سره معاشي او د اقتصادي پرمختګ منصوبې ولګولې شوې٬ تېر حكومت د سي پېك متنازعه جوړولو هڅه كړې۔ احسن اقبال ووئيل چين كښې ترقي سياسي استحكام او د پاليسو د تسلسل د لارې ممكن شوې۔ ده ووئيل حکومت د وزيراعظم شهباز شريف د وژن له مخې د سي پېك منصوبو ته وده وركوي٬ سي پېك د كال 2014 نه تر كال 2030 لويه منصوبه ده چې پكښې د بنيادي اډانې جوړولې ، توان، د ګوادر بندرځائ پرمختګ او صنعتي مرسته شامل ده۔ دستورې ته د آئي پي آر آئي صدر ډاکټر رضا محمد، ډاکټر فضل الرحمان، د سي پېك پخواني مرستيال خالد منصور، سهېل ملك او داکټر سلمی ملك هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : لاہور لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں