اسلام آباد۔17جولائي (اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې نن عمران خان پراجېكټ والا شرمنده دي٬د عمران خان نيازي 44 مياشتې معاشي تباهۍ زيان د پاكستان اولس ته رسېدلې٬هغه هېواد دښمنۍ كښې ټول حدونه پار كړي٬قصداً د آئي اېم اېف پروګرام خلاف ورزي كړې٬ پرمختګ كوٶنكې هېواد يې ډيفالټ كېدو ته رسولې٬ هغه هېواد سري لنكا جوړولو غوښتل٬ هغه په ارزان تېل او ارزان ګاز سياست كړي٬ هېواد يې د ګاز او پيټرول مافيا په رحم او كرم پرېښودلې٬ كله چې مونږ په اقتدار كښې راغلو نو نه په هېواد كښې ايندهن و او نه د ايندهن پيسې٬ نن د روس څخه ارزان تېل راځي٬ آذربائيجان سره د ارزان ګاز لوظ نامه شوې ده٬ مونږ په 14 مياشتو په لنډه موده كښې نه يوازې هېواد د ډيفالټ كېدو څخه بچ كړې بلكې ناراض هېوادونو سره مو اړيكې بهتر كړې٬ خارجه پالېسي بهتر كړې٬ 3900 ميګاواټ برېښنا سسټم كښې شامل كړي٬ آئي اېم اېف پروګرام بحال كړي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته په خپله وينا كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي چې پخواني دور كښې پي آئي ډي د خلقو په ضد استعمالېدو٬ كوم خلق چې په دې چوكو ناستي سره په كومو خلقو تورونه لګول نن د ھغوي د ښوالي ګواهي وركوي٬ د عمران خان نيازي د 44 مياشتو دور د معاشي تباهۍ٬ ګرانۍ٬ نااهلۍ او د غلا دور ٶ ، پي ټي آئي د آئي اېم اېف د پروګرام په سختو شرطونو خپله لاسليك كړې او بيا ئې قصداً د دې خلاف ورزوي وكړه او هېواد ئې ديواليه كېدو ته روسولو ۔ عمران خان د هېواد دښمنۍ كښې په ټولو حدونه تېر شوې٬ د ھغه مقصد هېواد سري لنكا جوړول وو۔ دې ووئيل كله چې مونږ په اقتدار كښې راغلو نو نه په هېواد كښې ايندهن و او نه د ايندهن پيسې٬ ګراني بام ته رسېدلې وه٬ ورزګار تباه ٶ٬ پاكستان ديواليه كېدو ته نزدې ٶ مونږ په لنډه موده كښې تاريخي ستونزو ته لكه د غر ولاړ پاتې شو۔ دې ووئيل كه چې په كال 2018 كښې مونږ اقتدار پرېښودو نه هېواد 6.2 شرح سره ترقي كوله٬ د سي پېك منصوبې روانې وي٬ لوډشېډنګ ختم شوې ٶ٬ 14 زره مېګاٶاټ برېښنا په نظام كښې شامل شوې وه، د نواز شريف په دور كښې په كال 2016 كښې د آآئي اېم اېف پروګرام بشپړ شوې ٶ۔ وفاقي وزيرې ووئيل د كرونا په مهال د ګاز بيعه دريو ډالرو ته راغلې وه٬ دغه تاريخي موقعه وه ٬ ګاز اخستې كېدې شو خو د پي ټي آئي دې ته پام ونه كړو٬ ھغه هېواد د ګاز او پټرول مافيا په رحم او كرم پرېښودې ٶ۔ دې ووئيل موجوده حكومت په 14 مياشتو كښې اھم كارونه ترسره كړل٬ د ټولو نه وړاندې مونږ هېواد د ديواليه كېدو نه بچ كړو او دا زمونږ لويه كاميابه ده، ٬ مونږ 3900 مېګاٶاټ برېښنا په نظام كښې شامل كړه ٬ د پي ټي آئي په دور كښې فرنس آئل مافيا ته ګټه رسولو لپاره ارزانه ګاز بيعه نه كړې شو٬ دا مهال په دغه آئل د برېښنا پېداور صفر مېګاٶاټ دے۔ دې ووئيل عمران خان په خېبر پښتونخوا كښې د 350 بندونو جوړولو اعلان كړې ٶ او دا ئې وئيلي ٶ چې د دې ځايه به ګرد هېواد ته برېښنا وركولې شي خو ده اولس ډېم فول جوړولو سره لاړو٬ ده د نواز شريف ټولې منصوبې بند كړې٬ د برېښنا جوړولو كارخانې بندې شوې٬ د سي پېك منصوبه بند شوه٬ دوست هېوادونه ناراض كړې شول۔ دې ووئيل د سېلاب په مهال په وفاق كښې د شهباز شريف، په سندھ كښې د پيپلز پارټۍ، په پنجاب او خېبر پښتونخوا كښې د پي ټي آئي حکومت ٶ، وفاق په سېلاب ځپلې سيمو كښې د فرق نه غېر سل اربه روپۍ جاري كړې او د عمران خان په دور كښې د كرونا په مهال د سندھ وزيراعلٰې په كومه غونډه كښې ګډون كولو دې كس به ھغه غونډه پرېښوده۔ وفاقي وزيرې ووئيل حکومت د موسمياتي بدلون زيانونه په هر فورم رامخې ته كړي په جنيوا كښې د 10 بېليونه ډآلرو کمټمنټ ايشوريټي ئې اخستې٬ خپله ئې د دې مشري كړې٬ خارجه وزير ئې بشپړه مرسته كړې٬ د سېلاب په مهال د كروندګرو د لوي زيان اندازه وزيراعظم ته وه دې لپاره ئې تاريخي كسان پېكېج وركړو او په دغه سبب د غنمو بمپر فصل وشو۔ وفاقي وزيرې ووئيل نواز شريف غوښتل چې ميټرو سروس تر ايئرپورټ رسول پكار دي مونږ په اپرېل كال 2022 كښې دا مصوبه پېل كړه چې په سبب ئې نه په هر روټ د مېټرو بس او نېټ ورك موجو دې۔ دې ووئيل موجوده حكومت مارګله ايونيو، سيونتھ ايونيو انټرچينج، کيپټن کرنل شير خان روډ منصوبه ترسره كړې او د دې نه علاوه وزيراعظم تر 30 جولائي د بهاره كهو فلائي اوور بشپړولو امر كړے دے٬ كه دا منصوبې په 14 مياشتو كښې ترسره كېدې شي نو بيا په څلورو كالو كښې ولې نشي كېدې؟ مريم اورنګزېب ووئيل په اسلام آباد كښې اولمپک ويليج پېل كوٶ دغسې چې ځوانان په لوبو كښې مصروف كړې شي ۔ دې ووئيل د بي آئي ايس پي بجټ په كال 2022 كښې 235 بېليونه ٶ ، په كال 2023 كښې دا بجټ 404 بېليونه كړې شوې او دغه بجټ اوس 466 رابه روپۍ دے د دې په وظيفه كښې 25 فيصده اضافه شوې ده۔۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزېرې ووئيل كه مونږ له سياسي انتقام اخستل وې نو په ورومبئ ورځ به مو زندان كښې اچولې ٶ٬ دې ووئيل هېواد د سياسي عدم استحكام متحمل كېدې نشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزېرې ووئيل پي ټي آئي پخپل دوره كښې ټولې منصوبې متنازعه كړې٬ زمونږ د منصوبو تختۍ ئې بدلې كړې٬ سياسي مخالفين ئې زندان كښې اچولي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزېرې ووئيل د لنډمهاله سېټ اپ اعلان به آئيني طريقې سره كېږي۔ دې ووئيل د پاکستان اولس به محب وطن او د هېواد خدمت كوٶنكي سپورټ كوي٬ ان شاء اللہ د اولس ووټ سره به بيا په اقتدار كښې راځو او د هېواد د خدمت سفر به جاري ساتو۔