نړيواله ورورولي دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركړي٬ قمر زمان كائره

image

اسلام آباد۔19جولائی(اے پی پی) د وزيراعظم د ګلګت بلتستان او كشمير چارو صلاحكار قمر زمان كائره وئيلي دي چې كشميري اولس 76 كاله وړاندې په سرينګر كښې پاكستان سره د كشمير د الحاق قرارداد منظور كړو٬ دې الحاق د پاكستان او كشميري اولس ترمينځه تړون لا مضبوط كړو٬ د جموں وكشمير اولس خپل شهيدان په پاكستاني بېرغ كښې دفن كوي۔ د الحاق پاكستان ورځې حوالې سره په خپل خصوصي پېغام كښې ده ووئيل د ارواښاد سيد علي ګېلاني دا الفاظ چې ” مونږ د پاكستان او پاكستان زمونږ دے” پاكستان سره د ځانګړي تړون عكاسي كوي۔ ده ووئيل كشميري ځوانان د خپلو ځانونو پروا كولو نه غېر پاكستان سره د خپلې مينې څرګندونه كوي۔ ده ووئيل كشميرې اولس په لارو او چوكونو كښې پاكستانې بېرغ پورته كوي۔ ده ووئيل هند د ټولو چالونو باوجود د پاكستان او كشمير ترمينځه تړون كمزورے كولو كښې پرله پسې ناكامه پاتے شوے دے۔ ده په نړيواله ورورولۍ زور راوړو چې هغه دې د ملګرو ملتونو قراردادونه عملي كولو سره كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز کا بونس
متعلقہ مضامین
مزید خبریں