حكومت٬سياسي ګوندونه او اولس خپلو كشميري وروڼو سره ولاړ دې٬ پاكستان په هر نړيوال فورم د كشمير مقدمه په ښه ډول وړاندې كړی ده۔ قمرزمان كائره پرېس كنفرنس

image

اسلام آباد 04 اګست(اے پي پي)د وزيراعظم د كشمير او ګلګت بلتستان چارو خاص مرستيال قمرزمان كائره وئېلي دي چې هند چرته هم د كشميريانو د خپلواكۍ حق ختمولې نه شي٬ پاكستانې حكومت٬ سياسي ګوندونه او اولس خپلو كشميري وروڼو سره ولاړ دې٬پاكستان په هر نړيوال فورم د كشمير مقدمه په ښه ډول وړاندې كړی ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په اسلام آباد كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښودو سره پرېس كنفرنس ته د وينا كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل چې هند په مقبوضه كشمير كښې د څو لسيزو څخه د ظلم او جبر تاريخ رقم كړې٬مقبوضه كشمير يو لويې زندان جوړ كړی شوې۔قمرزمان كائره ووئيل چې كشميري اولس د خپلواكۍ حق لپاره قربانۍ وركړي٬هند چرته هم د كشميريانو د آزادۍ تحريك ختمولې نه شي٬ هند په كشمير كښې د مسلمانانو اكثريت اقليت كښې بدلول غواړي٬مونږ د خپلو كشميري خوئېندو وروڼو قربانۍ او عظمت ته سلام وړاندې كوو۔ده ووئيل پاكستان تل د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كړې۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں