كويت 29نومبر(اے پی پی) د نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د كويت اعلٰی قيادت سره ملاقات لپاره البيان محل ته په رسېدو تود هركلے وكړے شو ۔محل ته په رسېدو اول نائب وزيراعظم او داخله وزير شېخ طلال الخالد الحمد الصباح د هغه هركلے وكړو ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د كويت اميري ګارډ ډلې ګارډ آف آنر وړاندې كړو او د دواړو هېوادونو سردونه وغږولې شول ۔د خزانې نګران وزيرې ډاكټر شمشاد اختر٬د نګران وزير محمد علي٬د تجارت وزير ګوهر اعجاز٬د قانون٬د موسمياتي بدلون او اوبو ذخيرو نګران وزير احمد عرفان اسلم او د پنجاب وزيراعلٰی محسن نقوي هم د وزيراعظم سره ملګري وو۔