د ځوانانو د ګډون او مرستې نه ځانله د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بريا ممكن نه وه۔د وزيراعظم انوار الحق كاكړ پاكستان نېشنل يوت كنونشن ته خطاب

image

اسلام آباد 24جنوری(اے پی پی)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د پاكستان ځوانان زمونږ د ودانۍ 65 فيصده برخه ده٬د دوي د شموليت او مرستې نه بغېر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بريا ممكن نه وه۔هغه د پاكستان نېشنل يوت كنونشن 2024 ته د خاص مېلمه په حېثيت سره خطاب كولو۔د پاك پوځ مشر جنرل سيد عاصم منير اعزازي مېلمه ؤ ۔دستورې ته د خطاب كولو په مهال وزيراعظم انوار الحق كاكړ ووئيل پاكستاني قام د ترهه ګرۍ لعنت په جرات او مړانه سره مقابله كړی او بې شمېره قربانۍ ئې وركړي٬پاك پوځ په پيشه وره پوهه د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كړے۔ده ووئيل د پاكستان ذمه وار وګړي په حېث د پاكستان په ضد د پاكستان دښمنانو كړی پراپېګنډې رد كول پكار دي۔ده ووئيل د پاكستان ځوانان د قامي سلامتيا په اړه د رامخې ته كېدونكو چېلنجونو مخ نيوي كښې ځانګړے كردار ادا كولې شي٬په دې چېلنج هغه وخت قابو موندلے كېدے شي كله چې ځوانان د دښمنانو لخوا د كونكې پړاپېګنډې مسترد كولو سره د رياست لخوا په وركړو مستند معلومات انحصار وكړي۔

مضمون کا ماخذ : میگا فارچیون
متعلقہ مضامین
مزید خبریں