اسلام آباد 29 جنوري (اے پي پي) الېکشن کمېشن د كال 2024 ټولټاكنو وظيفه ترسره كوٶنكو پريذائيډنګ او اسسټنټ پريزائيډنګ افسرانو ته امر كړے چې د پولنګ پېل كېدو نه دوه ساعته وړاندې به خپل پولنګ سټيشن ته ورسئ۔ د الېكشن كمېشن ذريعو له مخې كمېشن دا خاص هدايات جاري كړي چې په بېلټ پېپرز كاٶنټر فائل دا ټول اطلاعات درج كړئ او دې سره سره د نارينه ووټرز ګسه او د مېرمنو ووټرانو ښې ګوته د بېلټ پېپرز په كاٶنټر فائل به لګوئ او د بېلټ پېپرز په شا سركاري ټاپه به لګوئ٬ د يادونې وړ ده په ګرد هېواد كښې ټول ټاكنو له 90 زره 675 پولنګ سېټشنز جوړ كړے شوي دي ۔