اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي باور وركړې چې د امريكائي اولس مشر سوئيلي آ??يا پحقله په نوې پاليسۍ سېنېټ كښې كېدونكې بحث په پي ټي وي نېغ په نېغه د نه ښودلو به جاج اخستې شي۔ د زيارت په ورځ وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سېنېټ كښې د بحث په مه??ل پي ټي وي ته امر وكړو چې د دواړو ايوانونو د كاروائيو لائيو كورېج وكړئ ٬ د دې خبرې به جاج اخلو چې په دې سپارښتنه عملدرآمد ولې ونه كړې شو۔ د غونډې په مه??ل د سېنېټ چيئرمېن تجويز وركړې ٶ چې بايد د غونډې موده زياته كړې شي دا ځكه جې د سېنېټ خارجه كمېټ?? په دې معامله سفارشات جوړوي ۔ د دې په ځواب وزيراعظم شاهد خاقان عباسي ووئيل په دې معامله د پارلمان په ګډه غونډه هم رابللې كېدې شي۔ وزیراعظم ووئيل د امريكائي اولس مشر لخوا سوئيلي اسيا او افغانس??ان لپاره د نوې پاليسۍ اعلان مهمه معامله ده ۔ ده ووئيل په دې مهمه معامله د كابينې غونډه او د نېشېل سيكورټي كمېټۍ غونډه كښې هم څلور ساعته خبرې شوې ۔دې څخه وړاندې د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني وزيراعظم خبر كړو چې پي ټي و?? په سېنېټ كښې د شوو خبرو اترو لائ??و كورېج نه دې ښودلې