ملګري ملتونه 19 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان د هند لخوا د كنټرول لائن پرله پسې خلاف ورزۍ نړيوال امن ??و سلامتيا لپاره خطر ګرځولو سره د مل??رو ملتونو عمومي اسمبلۍ څخه په كنټرول لائن صورتحال معمول ته راوستو لپاره په كردار تر سره كولو ټينګار كړې۔ په مل??رو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر ملیحه لودھي د مل??رو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر میروسلاو لائی چاك سره په ملاقات كښې د ھغه پام د كنټرول لائن صورتحال ته راګرځولو سره ووئيل ٬ سږ كال هند په كنټرول لائن 1137 ځله خلاف ورزۍ كړې دي٬ 47 بې ګناه وګړي مړه او 159 ژوبل شوي٬ دا شمېره د تېر كال په مقابل كښې درې چنده زياته ده٬ د هند پوځي مشران پرله پسې په جارحانه ډول د جنګ دړكې كوي۔ دې واضحه كړه چې د پاکستان وسله وال ځواكونه د زيات تحمل نه كار اخلي خو دا تحمل او برداشت لامحدود نه دے ۔ دې ووئيل پاكستان د هر ډول يرغل او مهم جوئۍ مقابله او په موثره انداز د ځواب وركولو صلاحيت لري۔ دې ووئيل په كنټرولائن 1949 څخه په ځائ كړې شوې د مل??رو ملتونو پوځي مبصر ډله (يو اېن اېم او جي آئي پي) نوره موثره كولو ته اړتيا ده دغسې چې ھغوي په كنټرول لائن د خلاف ورزيو پلټنې وكړې شي٬ دې ووئېل پاكستان خپل اړخ ته يو اېن اېم او جي آئي پي ټولې آسانۍ وركوي خو هند ډلې ته خپله وظيفه ترلاسه كولو لپاره اجازه نه وركوي۔دې ووئيل د يو فريق په حېث په دې لړ كښې د مل??رو ملتونو كردار ډېر مهم دے ۔ دې ووئيل د كنټرول لائن پرله پسې خلاف ورزۍ د هند لخوا په مقبوضه كشمير كښې د خپلو ځواكونو لخوا په لويه كچه بش??ي حقونه د پښو لاندې كولو څخه د نړۍ پام اخوا كولو لپاره يوه هڅه ده ۔ په دې موقع د عمومي اسمبلۍ صدر دې ته باور وركړٶ چې د شخړو هواري له خبرې اترې يوه موثره لاره ده ۔