اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) د ??فاع وزارت د ??ېنېټ قائمه كمېټۍ ته وئېلي دي چې اوسني ډرون بريدونه د پاكستان په خاوره نه دي شوې٬په پاك افغان پوله د ??اردار تار لګولو اندازه 0.56 بلين ډالر لګول شوې٬په دې پوله ترهه ګرو 307 بريدونه كړي٬د روان كال په مهال هندي عسكرو په لائن آف كنټرول او وركننګ باؤنډري ځايي آبادي په نښه كولو سره 1299 خلاف ورزۍ كړي٬د جي اېچ كيو اسلام آباد ته د منتقل كولو منصوبه به د لسو نه تر 15 كلونو كښې بشپړه شي۔ هند د ملګرو ملتونو مبصرينو له د لائن آف كنټرول دورې كولو اجازنه نه وركوي٬ د ??ي اېچ كيو اسلام آباد ته د منتقل كولو په منصوبه لګښت كښې 30 بلين روپۍ اضافه شوې٬كه د ??سلسل سره تعميراتي كار روان وساتل شو نو دا پروژه به 10 نه تر 15 كلونو كښې بشپړه شي۔ د ??ي اېچ كيو د ??ېلا بېلو څانګو د منتقل كولو عمل په بېلا بېلو پړاونو كښې د 2015م ??اهيسې پیل شوے۔ د كمېټۍ چيئرمېن مشاهد حسېن سيد په ډرون بريدونو كښې د ځپليو كورنيو لپاره معاوضې وركولو له په سېنېټ كښې د قرارداد باور وكړے۔ د ??يارت په ورځ د ??فاع وزارت سېكتر لېفټيننټ جنرال (ر) ضمير الحسن سيد د پاك افغان پ??لې په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل چې امريكا د ??فغان پالېسۍ ترمخه د ??اقت د لارې په افغانستان د كنټرول كولو هڅه كوي كه جنګونه په وړه كچه وي نو هغه كنټرول كېدې شي خو په لويه كچه مزاحمت په طاقت نه شي كنټرول كېدے۔ د كاميابۍ ترلاسه كولو لپاره د ځايي وګړو سره د ??برو اترو د لارې مسئله حل كېدې شي۔ ده ووئيل په پاك افغان پوله د ??منيتي انتظاماتو ترمخه پاكستان 975 پوستې جوړې كړې خو بل خوا د ??فغانستان د ??ړخه 218 پوستې هم دي۔ په افغانستان كښې په 648 كلوميټر پاك افغان پوله امنيتي انتظامات نشته۔ ده وئيل پاكستان كښې د ??فغان كډوالو لپاره 54 كېمپس جوړ كړې شوي چې پكښې 43 په خېبرپښتونخوا٬ 1 پنجاب او په بلوچستان كښې 10 كېمپونه شامل دي۔ ده ووئيل پھ پاك افغان پوله د ??فغانستان څخه ترهه ګرو 307 بريدونه كړي چې پكښې 27 كسان شهيدان شوي۔ ده ووئيل امنيي انتظامات لا ښه كولو له د ??ېف سي 73 ونګز جوړول كېږي۔ د ??ې ونګز بشپړېدو نه پس به په دې سيمو كښې د پاك پوځ د ډلو حاجت پاتې نه شي۔ امنيتي انتظامات به اېف سي ته وسپارل شي۔ ده ووئيل په پاك افغان پوله به 700 ??وي پوستې جوړ??لې شي٬ دې سره سره په پوله د ??اردار تار لګولو او كراسنګ كنټرول مكانزم هم جوړېږي۔ ده ووئيل په پاك افغان پوله 76 كراسنګ روټس دي چې پكښې 16 پوائنټس باضابطه دي۔ ده ووئيل په افغانستان كښې امن له پاكستان هر ډول هڅې كوي۔ د ??فاع سېكتر كمېټۍ ته د پاك هند د پ??لې چارو په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل هندي عسكرو په 2017 كښې په لائن آف كنټرول رېكارډ خلاف ورزۍ كړې او هندي عسكرو ځايې آبادي په نښه كړې۔ هند پھ كنټرول لائن خپل اړخ ته د ملګرو ملتونو مبصرينو له د ??ورې اجازه نه وركوي۔ بل خوا د پاكستان د ??ړخه د لائن آف كنټرول دوره وكړی شوه نو د هند عسكرو د ملګرو ملتونو مبصرينو ګاډې هم په نښھ كړو۔ ده ووئيل د ??مريكې اوسني ډرون بريدونه د پاكستان په خاوره نه دي شوې۔ ده ووئيل جي اېچ كيو اسلام آباد ته منتقل كېدو سره به د ??ي اېچ كيو ځينې څانګې په پېنډۍ كښې پاتې وي چې پكښې سي اېم اېچ٬اېم اېچ٬لاجسټك او نورې څانګې شاملې دي