ډیووس ۔ 25 جنوری (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د موټرو جوړلو کمپنۍ رین??لټ??نسان له پھ ??اکستان كښې د سرمایه کا??ۍ كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي پاکستان به تر 2023ء په كلنه توګه د 5 لکھ موټرو مارکیټ جوړ شي۔ ده د رین??لټ??نسان چیئرمېن کا??لوس ګھوسن سره خبرې اترې كولې ،??ا چې د نړيوال اقتصادی فورم په موقع ډیووس كښې ده سره ليدلې ؤ۔ وزیراعظم ووئيل رین??لټ??نسان پاکستان كښې دې د سرمایه کا??ۍ جاج واخلي ٬رینالټ، کِیا، هندائی او نورې د موټرو جوړلو کمپنۍ د پاکستان مارکیټ ته ننوځي چرته چې ټویوټا، هنډا او سوزوکی وړاندې څخه كار كوي، رین??لټ??نسان دې پاکستان كښې د خپلې سرمایه کا??ۍ كولو جاج واخلي۔ په دې مهال کا??لوس ګھوسن د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل رینالټ به خپل جدید مصنوعات او ټیکنالوجی پاکستان ته راوړي۔ ده ووئيل پاکستان د كال 3 لکھ موټر یونټس مارکیټ لرې چرته چې آټو موبائلز او آټو پارټس لپاره پراخه ګنجائش شته۔ په دې موقع د نېشنل هیلتھ سروسز دوهمه وزيره سائره افضل تارړ، د اطلاعات، خپرونو او قامی ورثې دوهمه وزيره مریم اورنګزیب، د وزیراعظم خاص مرستيال علی جهانګیر صدیقی او سینئر چارواكي هم موجود ؤ۔