اسلام آباد 21 فروری (اے پی پی) د پاك۔ترك اعلٰی كچ ملټري ډائيلاګ ډلې غونډه د شورو په ورځ په انقره كښې وشوه۔د تركيې دوهم چيف آف جنرل سټاف ج??را?? ا??ت دندار د تركيې پلاوي او د دفاع سېكتر لېفټيننټ ج??را??(ر)ضمير الحسن د پاكستاني پلاوي مشري وكړه۔د غونډې په مهال دواړو پلاويو په پوځي تربيتي تعليم٬دفاعي صنعتي مرسته٬سيمه ايزې سلامتيا او د ترهه ګرۍ په ضد جنګ٬په خاص توګه د افغانستان او مينځني ختيز په وضعه بحث وكړو۔د غونډې څخه وړاندې لېفټيننټ ج??را??(ر)ضمير الحسن د تركيې وسله وال ځواك مشر ج??را?? هولوسي آكار سره ملاقات كړې۔د خبر?? اترو په مهال په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خ??الاتو څرګندونه شوې۔د دفاع سېكتر د تركيې د قامي دفاع وزير او د دفاعي صنعت انډر سېكتر سره هم ملاقات كړې۔ډلې د دفاع او سلامتيا په اړه مرسته زياتولو ته سلا شوي۔د اېچ اېل اېم ډي جي راروانه غونډه به سږ كال پاكستان كښې كېږي