كوئټھ 04 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي چې بلوچستان د پاكستان سباؤن دے او ځوانان يې معماران دي٬د پاكستان تر ټولو لويه صوبه د خپلو قدرتي وسائلو پھ سبب تاريخ بدلونكې ده د دې څخه وروستو به په صوبه د خوشحالۍ دروازې پرانستلې شي٬ ځكه د بلوچستان اولس دې سازشونه ناكامولو سره د خپلو بچو سباؤن محفوظ كړي۔اولس مشر دا خبرې پھ كوئټھ كښې د سردار بهادر خان ويمن پوهنتون كوئټې 9م كانوكېشن ته خ??اب كښې وكړې۔پھ دې موقع د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئي ه?? خطاب وكړو او اولس مشر د پوهنتون څخه فارغ شويو زده كونكو ته ډګرۍ او د ښه كاركردګۍ پھ څرګندونه زده كونكو كښې اعزازات وويشل۔اولس مشر په دې موقع په خپل خطاب كښې ووئيل چې د حقير ګټو څخه پرته بايد د قامي پرمختګ لپاره ??ار وكړې شي او د تېر وخت غلطۍ هېرولو سره دې د خپلو ماشومانو سباؤن لپاره ??ړاندې تګ وكړی شي۔ده ووئيل چې د پاكستان جينكۍ دې تعليم لپاره ??ولې نړۍ ته لاړی شي خو د اجنبي تهذيبونو د ړوند تقليد څخه دې ځان بچ كړي۔ده ووئيل چې د اقتصادي لارې پشان د پروژو په تناظر كښې د بلوچستان ځوانانو او په خ??ص توګه جينكو ته د خپل علم او هنر د لارې مهم كردار ترسره ??ول دي۔د اقتصادي لارې په شكل كښې چې كومې موقعې پیدا كېږي د دې څخه ګټه پورته كولو لپاره به د زيات علم اهليت او كاركردګۍ ضرورت وي٬زه خوشحاله يم چې د سردار بهادر خان ويمن پوهنتون په دې لړ كښې د قدر وړ كردار ترسره ??وي۔اولس مشر ووئيل چې د ايوان صدر په اخراجاتو كښې مو بچت كولو سره زيات رقم نېشنل يونيورسټي آف مارډن لينګوېجز ته وسپارلو چې دغسې پھ ګوادر كښې د دې كېمپس جوړ كړې شي او د بلوچستان ماشومانو ته چينائي ژبه وښودلې شي۔اولس مشر ووئيل چې خوږ وطن او په خ??ص توګه بلوچستان د تېرو څو ك??ونو په مهال سختو ستونزو سره ??خ پاتې شوې او يو سبب يې په يقيني توګه سياسي مسئلې پاتې شوې دي٬دا داسې مسئلې دي چې دې نه يوازې په بلوچستان بلكې د هېواد په نورو برخو كښې هم پيچلتيا پ??دا كړی۔ده ووئيل چې قامي سياسي مشرتابه او نورې قامي ادارې پھ دې مسئلو قابو موندلو لپاره ??ه تندۍ سره ??ار كوي او مثبتې نتيجې راوتې دي۔په بلوچستان كښې د دې بهترۍ اثار په خ??ص توګه په نظر راځي۔ده ووئيل چې د بلوچستان د غېرتمند اولس ذمه واري ده چې سازشونه ناكام كړي او د خپلو بچو سباؤن محفوظ كړي۔دې سره زه د پاكستان پټو او څرګندو دښمنانانو ته هم وائيم چې پاكستانې قوم داخلي٬سياسي او غېر سياسي اختلافاتو سره ??م د اوسپنې ديوال دې او دې سره ??كر كېدونكې هر قوت به زرې زرې شي