پېښور 24 جولائی (اے پی پی) د لويو سياسي ګوندونو پشمول د يو شمېر مهمو ګوندونو مشران په ټول ټاكنو كښې د خېبرپښتونخوا څخه برخه اخلي٬عمران خان د بنو٬شهباز شريف د سوات او بلاول بهټو د مالاكنډ څخه مېدان كښ?? ولاړ دي٬مولانا فضل الرحمان د ډي آئي خان٬سراج الحق د دير٬اسفندرياولي او آفتاب شېرپاؤ د چارسدې څخه كانديدان دي۔په بنو كښې د پي ټي آئي مشر د اېن اے 35 څخه كانديد دې چرته چې د ده مقابله د اېم اېم اے كانديد اكرم دراني سره ده٬د مسلم ليګ(ن)كانديد شهباز شريف٬د سوات اېن اے 3 څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي دلته د ده مقابله د پي ټي آئي سليم الرحمان س??ه ده۔د پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو د اېن اے 8 مالاكنډ څخه پھ مېدان كښې دې چې مقابله يې د اېم اېم اے ص??با??ي مشر ګل نصيب سره ده دغسې د جے يو آئي(ف) مشر د ډي آئي خان څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي۔د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د اېن اے 7 كوز دير څخه په ټاكنو كښې برخه اخلي او مقابله يې د اے اېن پي نذير خان٬د پي پي پي سيد شاهد احمد او د پي ټي آئي محمد بشير خان س??ه ده۔د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان د اېن اے 24 چارسدې څخه په مېدان كښې دې ا?? مقابله يې د اېم اېم اے مولانا ګوهر شاه سره ده۔د قومي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ د اېن اے 23 چارسدې څخه په مېدان كښې دې ا?? مقابله يې د اے اېن پي ګلزار احمد خان٬د اېم اېم اے حاجي ظفر علي خان او د پي ټي آئي انور تاج سره ده۔د مسلم ليګ(ن)ص??با??ي مشر امير مقام ٬د اے اېن پي ص??با??ي مشر امير حېدر خان هوتي٬د اېم اېم اے ص??با??ي امير مولانا ګل نصيب٬د پي ټي آئي ص??با??ي مشران اسد قيصر٬شاه فرمان او پروېز خټك او د پيپلز ګوند ص??با??ي صدر همايون خان هم ټاكنو كښې برخه اخلي